Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-03-12 05:44:27 by Sikaraam Oraganization

سينوهه د (هورم هب) فرعون د واکمنۍ په وخت د پايپروس په پاڼو په ډيموټيک ژبه ليکل شوی دی، چې مشهور ليکوال ميکاولتاري د ډيموټيک ژبې څخه په فنلانډي ژبه تدوين او ژباړلی دی.

نوموړی کتاب ذبيح الله منصوري په فارسي ژبه ژباړلی دی، چې له فارسي څخه پښتو ته ژباړه يې ډاکټر محمد عيسی ستانکزي کړې ده او دغه ستر خدمت او زيار يې د پښتو ژبې د لا بډايتوب لپاره ګاللی دی.

سينوهه کتاب مونږ د ميلاد څخه ۱۳۵۰ کاله وړاندې د مصر حالاتو ته وړي او يو اوږد او خوندور سفر راباندې کوي، په دې کتاب کې صحنه سازي او حالاتونه ‌ډېر ښه انځور شوي دي.

له ميلاده ۱۳۵۰ کاله مخکې په مصر کې د خور سره واده کول روا وي او هر څوک کولای شي له خپلو خورګانو سره واده وکړي، که څوک غواړي يوې ښځې سره واده وکړي نو ورته وايي غواړم خپله خور(ښځه) دې کړم، د واده کولو لپاره صرف يو منګي ته ضرورت وي، چې د دواړو په منځ کې به کله منګی مات شو، نو واده به يې وشو.

په هغه وخت کې په مصر کې د ټولو خلکو غټه هيله دا وي، چې يو ښه قبر ولري.

په سينوهه کتاب کې زيات داسې شيان شته، چې اوس يې خلک پرمختللی مدنيت بولي؛ خو هغه وخت د خلکو په ژوند کې عادي شيان ول، لکه: د سر د کوپړيو د عمليات نه مخکې او وروسته چاقو په اور کې اېښودل تر څو چې مکروب ترې له منځه لاړ شي، په جنګي ساحو کې له ځان سره د تختو وړل، چې له خندقونو پرې تېر شي...

سينوهه (د درېيم امون هوتپ) فرعون په وخت کې زېږيدلی دی، کيپا نومي ښځې په سيند کې نېولی دی، چې دې او مېړه يې سن موت طبيب په ګډه  لوی کړی او روزلی دی.

سينوهه لومړی غوښتل چې يو پوځي افسر شي، خو پلار يې د وخت يو مشهور پوځي چې سترې کارنامې يې کړې وي ور ولي او ورته وايي زوی مې غواړي چې پوځي افسر شي، خو هغه پوځي يې له دې کاره منع کوي او ورته وايي، چې نورې زده کړې وکړه.

بيا يې پلار د وخت ستر ښوونځي دارلحيات ته وړي او په هغې باندې هلته طبي زده کړي کوي؛ دارلحيات په هغه وخت کې د نړۍ تر ټولو ستر د زده کړې مرکز وي او ساری يې نه ليدل کېږي.

په مصر کې په هغه وخت کې د ګڼو خدايانو عبادت کېږي، چې تر ټولو زيات مشهور خدای يې د (امون) خدای وو.

سينوهه د خپل ژوند په اوږدو کې په درې جلکيو مينېږي، چې يوه يې (نفر نفر) نومېږي، نفر نفر د جماع په بدل کې له سينوهه نه د هغه د مور او پلار د قبرونو ځمکه، کور اخلي او له هر څه يې بې برخې کوي.

او دوه نورې جلکۍ چې دې ورسره مينه کوي، مينا او مريت نومېږي، چې مينا له بابله تښتوي؛ خو واده ورسره نه کوي، مينا د کرت هېواد وي، چې په کرت هېواد کې هره مياشت يوه جلۍ ځان خپل خدای ته قربانوي، له همدې امله مينا په کرت هېواد کې خپل ځان خدای ته قربانوي.

خو سينوهه له مريت سره واده کوي او له هغه يې يو زوی مهويت پيدا کېږي چې د خدايانو د د جنګ په وخت کې مړه کېږي او سينوهه ځان ته پاتې کېږي.

سينوهه په خپل دغه اوږد سفر کې مونږ ګڼو هېوادونو ته بيايي او د هغوی له حالته مو خبروي، هغه مو په سوريه، کرت، بابل، هاتي، ميتاني او نورو هېوادونو ګرځوي.

په هغه وخت کې د خلکو په باور د هاتي خلک وحشيان بلل کېږي.

سينوهه په اصل کې د وخت د درېيم امون هوتپ فرعون زوی دی، چې د درېيم امون هوتپ ګڼې مېرمنې وي او له هرې مېرمنې چې يې زوی پيدا کېدو هغه به راتلونکی فرعون بلل کېده، د هغه وخت د خلکو په باور فرعونيان د خدای له ذاته ګڼل کېږي(نعوذ باالله).

د درېيم امون هوتپ يوه مېرمن (تي تي) نومېږي او دا نه غواړي چې د فرعون له نورو ښځو دې زوی پيدا شي او راتلونکی فرعون دې شي، د نورو ښځو زامن اخلي او په سيند کې يې خوشې کوي او يا يې د زهرو په واسطه مسموموي.

د ميتاني د هېواد د پاچا لور(تادو هپا) هم د فرعون ښځه وي، چې له دې څخه سينوهه پيدا کېږي او د تي تي په واسطه له دې دا زوی اخستل کېږي، په سیند کې خوشې کېږي او پر ځای يې تادو هپا ته يوه مړه جلۍ ږدي، تادو هپا چې کله مړه جلۍ ګوري، نو په چغو چغو وايي چې زما لور نه ده شوې او زوی مې پيدا شوی، خو تي تي پرې تور لګوي او فرعون ته وايي چې دا لېونۍ شوې ده او دروغ وايي چې له ډېر کړاو وروسته دا ښځه مړه کېږي.

نفر تي تي چې د فرعون يوه مکاره ښځه وه، د وخت له يو کاهن امي سره يو ځای کېږي او په نتيجه کې يې څلورم امون هوتپ پيدا کېږي چې له درېيم امون هوتپ وروسته د فرعون ځايناستی کېږي.

څلورم امون هوتپ په يو نوي خدای عقيده پيدا کوي، چې (اتون) نومېږي، د ده په باور دغه خدای مادي وجود نه لري، چې بيا وروسته خپل نوم هم د څلورم امون هوتپ نه اخناتون ته بدلوي او ځان اخناتون بولي.

سينوهه د همدغې فرعون يعنې اخناتون ځانګړی طبيب کېږي، د هغه وخت د فرعون ځانګړي طبيبان د کوپړۍ سوري کوونکو په نوم يادېږي.

د اتون خدای په پيدا کېدو سره د امون خدای په وړاندې فرع


Comments

Share with your friends:

reply