Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-12-25 21:08:46 by Shabnam Khan

پلار ته ليک پلار ته ليک د پراګ هېواد د مشهور ليکوال فرانز کافکا اثر دی چې پښتو ژباړه يې حيات ژوند کړې ده. دغه کتاب په ۸۲ پاڼو کې ترتيب شوی، ژباړه يې روانه ده او د کافکا د محروميتونو کيسه کوي. په دغه ليک کې راغلي چې يو پلار د خپلو اولادونو په روزنه، د هغوی په نېکه تربيه، ښه راتلونکي او آرامه ژوند لرلو څومره تاثير لرلی شي. يا هم برعکس د يوه بې‌پروا او ظالم پلار بدې اغيزې د هغه په اولادونو څومره ژورې تمامېدلی شي. خدای شته تر ټول ليک يې د ژباړن پيليزه خوندوره او له درسونه ډکه ده، ډېرو جالبو شيانو ته يې پکې اشاره کړې ده. زه به يې ځينې برخې له تاسې سره شريکې کړم. "د انسان په وجود کې بايد يو جين، يو سيل يا حجره وي، چې له مخې يې هغه احساسات چې بيانولی يې نه‌شي، ولړزېږي، پر ځان ورټول شي او ورو ورو خپل ځان د انسان په نا آرامۍ آرام کړي." ⁷ "د نړۍ صنعتي پرمختګ ورځ تر بلې د سامسا په شان د کسانو شمېر زياتوي. ... په بله وينا، په ننۍ نړۍ کې انسان له يوې حشرې او ګونګټې زيات ارزښت نه‌لري."⁸ " ... ليکوالي يوازې په همداشان حالت کې شونې ده، د روح او جسم په ژورو اړيکو کې."⁹ "ژوند داسې کيسه ده، چې احمق يې رانقلوي. د قهر، شور او هيجان نه ډکه ده؛ خو هېڅ مانا نه لري."¹²_ شکسپير " کافکا د ناروغۍ پر مهال خپل طبیب ته وليکل: که ما ونه وژنې؛ نو ته په رښتيا يو قاتل يې." ما دا کتاب‌ګوټی نيم د يوه سفر او نيم نور په بله دمه ولوست، د ځينو افغان بې‌پرواوو پلرونو ښه انځور وړاندې کوي او هم د ليکوالۍ په اړه نوي شيان ترې زده‌کولی شئ. #د‌کتاب‌له‌پاڼو۲۳


Comments

Share with your friends:

reply