Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-12-17 07:52:01 by Shabnam Khan

د ازادۍ اوږد مزل

د ازادۍ اوږد مزل کتاب کې نیلسن منډیلا نه یوازې د خپل ژوند داستان لیکي ورسره په سویلي افریقا کې د نژادي توپیر پر وړاندې د مبارزې یو روښانه او بشپړ انځور کاږي. د مبارزې پر دغه لار خور شوي ټغر کې، انعطاف او نرمي، هیله او په پای کې یوه څرګنده بریا اوبدل شوې ښکاري.

کتاب کې زما لپاره یو ښه لوست د پېښو نکل او په خپل قلم د تاریخ خوندیتوب دی. دې مبارز خپل مبارزه په خپل ژوند د تاریخ پاڼو ته وسپارله او خپلو غلیمانو ته یې د دې موکه ورنه کړه چې سبا یې نیمه او کږه کیسه وکړي. له بدمرغه د افغانانو د تاریخ یوه لویه غمیزه همدغه د تاریخ نه لیکل دي او د خپلې کیسې نه ویل دي چې وروسته یې نور خلک له خپلو سلیقو سره راته اوروي.

که پاچا ظاهر خان د خپلې څلوېښت کلنۍ واکمنۍ تاریخ په خپله لیکلی وای نو به وروسته انقلابیانو د هغه پر وړاندې ناسمې ډنډورې نه غږولی، د بیلګې په ډول ځېنو به ویل پاچا په خپل ټول ژوند کې د بیت الله شریف زیارت ته نه و تللی خو وروسته د سعودي د هغه مهال د ورځپاڼو له ارشیفونو د انځورونو رایستلو دغه ډنډورچیان کوز ګوري کړل.

منډیلا په خپل ژوند هر څه ولیکل او نه دا چې له لاس وهنو یې خپل تاریخ وژغوره نورو ته د هڅونې یوه بیلګه هم شوه.

‏ د کتاب له منځپانګې یو لنډیز دلته لولو:

په ۲۷ کلن زندان کې یو وارې هم داسې احساس رامخې ته نه شو چې د دغه لاروي د هوډ ملا وستنی/کمربند دې سست شي. ان په خورا سختو شېبو کې هم د نا برابرۍ او توپیري چلند پر وړاندې راپورته شوی غورځنګ خاموش نه شو او نه يې پښې ولړزېدې. دا هرڅه په هدف پسې د مزل روان ساتل او د ټینګ هوډ او پر خپلو باورونو د ودرېدو څرګندونه ده. 

بخښنه او پخلاینه په دې کتاب کې د دغه مزل د بریا یو بل راز راښکاروي چې نلسن منډیلا ان خپل قسم خوړلي غلیمان هم وبخښل او دې سره یې د سویلي افریقا د ولسونو یو موټیتوب وساته، ورسره د تېرې شوې نا انصافۍ له امله د پښېمانۍ او د غچ اخستنې دود له منځه وړلو فکر یې رادبره کړ.

د پوهنې او سالمو نیوکو پر مټ د ټولنې جوړولو چارې سره د بې عدالتۍ پر وړاندې د مبارزې پر مټ یې خلکو ته مثبت فکر ورکړ او ولس یې د تعلیم او پر یوه بل د رغاونیزو نیوکو له لارې پر مختګ ته سم کړ.

بیلګه ایزه مشري:  نلسن منډیلا په عاجزۍ، مهربانۍ، روښانو او ډانګ پیلو ویناو سره ځان په ټولنه کې یو منلی او تر نورو جلا رهبر وګرځوه، چې هر ځای خلکو د بېلګې په توګه یادوه. دغه څه په نظامونو کې د مشرتابه د ریښتینولۍ او ارزښت وړ ونډې لرل را په ګوته کوي.

یو موټیتوب او ګډ کار د نسلن منډیلا د دغه مزل یوه بله ځانګړنه بللی شي. هغه په خپله ټوله مبارزه کې له هغه لومړي سره خلک ګډ کار او له یوه بل سره همکارۍ ته ور بلل او دا چې ځان او رهبري یې د امتیاز څښتن نه دی ګڼلی. د ازادۍ لپاره په مبارزه کې د ګډ کار او له یوه بل سره اوږه پر اوږه ودرېدو په اصل کې د ملت یووالي لپاره بنسټ کېښودل و. که د یووالي بنسټ نه وی ایښودل شوی د منډیلا له بریا وروسته به ټولنه ویشلې او بریا به تس و نس وه.

دې کتاب کې د ژوند یو بل مهم درس لیدل کېږي او هغه هم هیله او پر خپل راتلونکي باور دی. دغه مبارز د زندان په تیاره شیبه کې هم هیله لیده او هیڅکله یې د نهیلۍ بړستن نه اغوسته. د منډیلا هیلمندي وه چې د نا برابرۍ پر وړاندې د راپورته شوي غورځنګ څراغ یې بل ساته او په پایله کې یوه ولسواکه سویلي افریقا بنسټي شوه. دا په ټوله کې د انساني ژوند په بیلابیلو پړاونو کې د هیلمندۍ ارزښت راښيي.

یو بل مهم درس په دې کتاب کې دا دی چې نلسن منډیلا د ازادۍ د دغه سفر کیسه نړیواله کړه او د نړۍ په نورو ټولنو کې یې هم خلکو ته یو الهام ور وبخښه. دې سره د لوړو ژورو او تاریخي پېښو د نکل کېدا اهمیت په ګوته کېږي. هغه هر ځای مرکې وکړې، کنفرانسونو کې وغږېد، په نړیوالو دریځونو یې ویناوې واورولې او په پای کې یې دا کتاب د خپلې مبارزې د داستان یو غښتلی سند کړ.


  https://amzn.to/47SVLNC

دا یې د انلاین بڼې درک دی، غږیزه بڼه ېې هم وړیا موندلی شئ او له ښه مرغه دا کتاب پښتو ژبې ته هم د ښاغلي جبار فراز په زیار «د آزادۍ اوږده لار» په نوم ژباړل شوی.

#nizami


Comments

Share with your friends:

reply