Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-12-13 14:27:16 by Shabnam Khan

کوچی ملا ډېر کم فلمونه و کتابونه داسې دي چې دؤهم ځل کتلو ته مې شوق راپارؤي. د همدې ډلې لۀ کتابونو يو هم کوچی ملا کتاب دی. دا کتاب د څو لسيزو د جګړو څخه د مخکيني افغانستان د يو "ملا" پۀ ژؤند راڅرخي. دا کتاب د يؤ ډېر عجيب و غريب ملا پۀ ژؤند راڅرخي؛ د داسې ملا پۀ ژؤند راڅرخي چې پۀټولنه کې يې ژؤندی مثال نشو مونده کؤلای. نوموړی لۀخپلې سيمي(غزني) څخه د کار و غريبۍ پۀخاطر کندز ته راځي او پۀ څو ځوانانو پۀ داسې حالت کې ؤرپېښيږي چې هغوی خربوزې خوري، ځؤانان يې پۀ دې خاطر خپل طرف ته راګرځؤي چې ددوی هر يوۀ خربوزه ؤڅکي و معلومه کړي چې د چا خؤږه ده؟. لۀهمدې صحنې څخه ددۀ جالب انسان جالبه کيسه پيليږي. امامت نيسي، د کلي د ترټولو شتمن حاجي د پام ؤړ ګرځي، پۀ څو-شله روپۍ بايسکل اخلي او پۀ خپل تېز ذهن و فکر کې د جوړ شؤي اهدافو لپاره لا ګړندی کيږي. دی يؤ زحمت-کشه سړی دی، د خپلو زحمتونو پۀنتيجه کې د څو جريبه ځمکې څښتن کيږي، معلمي اخلي و... بالاخره وطن کې ژؤند اؤړي، تراژيدۍ پيل کيږي، تب،اهۍ رامنځته کيږي خو کوچی ملا چې هر ځای لاړ شي نو خپلې هلې ځلې نۀ پريږدي. (کۀ د ناؤل ټؤله کيسه خلاصه کړل شي نو د لوستونکو لپاره بۀ يې پۀلوستلو کې جذابيت کم شي). دا کتاب يوازې د کوچی ملا د کيسې د لوستلو پۀخاطر بايد راؤانۀخېستل شي، بلکې دا د ډېرو خلکو لپاره د درس و پند يؤه غؤره سرچينه ده.


Comments

Share with your friends:

reply