Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-12-11 17:42:26 by Shabnam Khan

د کتاب نوم: جنګلاوه لیکوال: ښاغلی آصف عمر معرفي: انور مزل روان پوهان وايي هغه کسان چې په بازار کې روان وي او لوحي لولي پاخه اروايي ناروغان دي . خو زه چي کله بيا کومي کتابخانې ته ولاړ شم نو هغه کتابونه چې نږدي ځړيږي او زه يي وينم خامخا لولم . ددوه کالو وړاندې خبره ده چې يوه ورځ يوي کتابخانې ته ورغلم ،ژر ژر مي دخپل عادت له مخې هغه کتابونه چې نږدي ځړيدل ،تر نظر تير کړل ،ددوی په منځ کې مي په يو نا اشنا نوم سترګي ولګيدي « جنګلاوه » دغه ډول نوم مي په لومړي وار وليده نو پوره ورسره حیران شوم ،چي دا اوس څنګه نوم دی خو يوه بله دخوشحالي خبره داوه چې کتاب د اصيف عمر وه .ددغه ليکوال کتاب مي څو کاله وروسته ليده نو ځکه ورته خوشحاله وم خير کتاب مي راواخيست هغه وخت د فيسبوک له غمه خلاص وم ،کله به چي کوم کتاب په لاس راغی نو دستي به مي لوست ، داسې نه وه لکه دنن سبا چي يو کتاب په شپو شپو رانه پاتي وي دا ځکه چي په هغه وخت کې چي بايد مطالعه وکړم زه فيسبوک ګورم په هر حال په هغه ورځ مي دماښام لمانځه وروسته کتاب شروع کړ ما ويل يوه عادي کيسه به وي دومره به جذابه نه وي خو زما فکر غلط وه ،داځکه په هغه ورځ هم له ډوډئ پاتي شوم ،او هم دنورو شپو په خلاف نا وخته ويده شوم خو دا هرڅه ارزیدل ځکه دهغه ګوډ کريم چي ددغه ناول اصلي کرکټر وه کيسه دومره جنجالي خو په عين حال کي دومره جذابه وه چي هيڅ يي نه پريښوم دغه جذابه کيسه له دي پيل شوي وه چې پنځوس کلن کريم تر اوسه کوم اولاد نه درلود خو دا وار يي ميرمني حمل اخيستی وه خو په دغه وخت کې کريم غوښتل دکلي لوچګان او بي پروا کسان هم ورک کړي نو ددوی لپاره يي يوه داسې ټوپکواله ډله جوړه کړي وه چې کريم ته بريالي کيدل حتمي وه د ناول تر نيمايي به بيچاره کريم کله خپله ډله سموله او کله به يي ميرمن ډاکټر ته ښکاروله خو کيسه هغه وخت لا خرابه شوه چي هم دکريم دميرمني دزيږون وخت شو ،او هم هغه اور چې کريم دلوچګانو د ختمولو لپاره بل کړی وه هغه يوي داسې مرحلي ته رسیدلی وه وه چي مړ کيدل يي ناممکن ول مګر ليکوال ددغه ناول د اصلي کرکټر کريم څيره دومره جالبه انځور کړي وه چي په دومره سختو شرايطو کې يي هم له هيڅ شي لاس نه اخيست ،زه چي ددغه ناول لوستونکي وم دا دواړه هدفونه سرته رسول راته ناممکن ښکاريدل دا ځکه ويل مي چي کريم مجبور دی خپله ميرمن وساتي ځکه پوره ديرش کاله یي د اولاد راوړلو ته انتظار کړی وه مګر بيا هم زما دطمعي خلاف کریم دواړه خواوې ساتلي هم يي په خپلې ميرمني پام کاوه هم يي جګړه روانه ساتله آخر نتيجه دا شوه چي کريم د ناول منفي کرکټر هم ختم کړ ،په پوره مهارت يي ميرمنه تر روغتون هم ورسوله اولاد يي هم پيدا شو مګر دغه ټول ستر بدلونونه په يوي غټي قربانۍ منځ ته راغلل ،او هغه دکريم مړينه وه کريم هغه هدفونه چي ده لرل سر ته ورسول هغه هيلي چي لرلي دخپل اولاد لپاره دخپلي ميرمني لپاره هغه يي پوره کړي خو ددغه هر څه په بدل کي يې دځان قرباني ورکړه او م.ړ شو . دغه جذابه کيسه مي تقريباً د شپي په يولس پای ته ورسوله خو هيره مي تر اوسه نده دغه ناول را زده کړل چې کوم کار کو نو بايد قرباني ته هم ورسره تيار شو بل مهم پيغام ددغه ناول داوه چي ښه تل ميدان وړي کريم يوازي وه بيچاره وه معيوب وه خو بيا يي هم هغه کسان چې ټولني ته په خير نه ول هغه يي ټول ختم کړل په پښتو ژبه کي مي دغه ناول بيخي زیات خوښ دی ما خپله ښاغلي عمر ته څوواري ويلي چي ته شايد شهکار اثار وليکي ،شاي نور‌حيرانونکي کتابونه وليکي مګر دجنګلاوه او مکمل ځناور په رقم ناولونه به ونه ليکي تاسی دغه کتاب خامخا ولولئ.


Comments

Share with your friends:

reply