Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-12-10 07:14:33 by Shabnam Khan

که زۀ تاسو ته د ښۀ ناؤل د لؤستلو تؤصیه کؤم؛ نو د "جبار فراز" ژباړل شؤي جنایي ناول ته چې نوم یې دی" اؤ بیا هېڅوک نۀ وو"را بولم. دغه کتاب پۀ نړۍ کې اووم تر نورو ډېر پلورل شؤی کتاب دی. یاد کتاب د انګلستان هېواد مشهورې لیکوالې "اګاتا کریسټي"لیکلی دی. "کره کتونکي پۀ یؤه خؤلۀ کریسټي د جنایي پولیسي ناولونو یؤه بې جوړې لیکواله بولي اؤ پۀ نړۍ کې د جنایت پۀ ملکه باندې مشهوره ده." یادې لیکؤالې د همدې کتاب پۀ څېر نور ډېر جنایي ناولونه لیکلي دي. کوم چې د نړۍ (۱۰۴) ژؤندیو ژبو ته ژباړل شؤي اؤ پۀ بېلابېلو هېؤادونو کې لؤستونکي اؤ مینوال لري.

یؤ خؤا د ژباړونکي روانه ژباړه اؤ د کلیمو تسلسل د کتاب جذبیت ډېر کړی دی. بلخؤا د لیکؤالې کمال دا دی، چې لوستونکی لۀ اؤله تر اخېره لۀ ځان سره بیایي اؤ یؤ ډؤل تلؤسه اؤ لېؤالتیا یې پکې ګنډلې ده.

د ناول کرکټر کله د پېښې پۀ جریان کې خپله وجود لري، کله همدا کرکټر د همدې پېښو یؤه برخه جوړوي اؤ کله بیا د نورو خلکو خبرو ته تم شؤی دی. ځکه خو لؤستونکی داسې احساسؤي، چې ګواکي زۀ هم د همدې ناول د پېښو یؤ لوبغاړی یم. پدې کتاب کې د لسو قتلونو بېلابېل جرمونه اؤ بېلابېل لوبغاړي شتون لري. یؤ قاضي چې نوم یې "وار ګرېؤ" دی د ناؤل کرکټر اؤ بشپړونکی دی. تر اخېره به تاسې فکر و نۀ کړئ، چې ګؤاکي د دې کتاب اصل کرکټر دې همدا قاضي وار ګرېؤ وي. یاد کتاب غؤره پیغام اؤ پند لیږدؤي. که تر اوسه مو نۀ وي لؤستی؛ نو و یې لؤلئ اؤ لۀ یؤ ښۀ او پۀ زړۀ پورې کتابه مستفید شئ.


Comments

Share with your friends:

reply