Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-12-09 13:33:38 by Shabnam Khan

د بازارموندنې د لوی متخصص فیلیپ کاټلر کتاب Marketing 6.0 به ۸ ورځې وروسته رسماً بازار ته راووځي. 

لیکنه او معرفي: Meerahmad Yaad 


ما یې د Marketing 5.0 په اړه یو لکچر لیده، هلته یې ویلي وو چې د Chat GPT او نورو ټکنالوجیکي پرمختګونو ته په کتو به Marketing 6.0 کتاب لیکي، یعنې دا چې چټ جي پي ټي او مصنوعي ځرکتیا د بازارموندنې یوه نوې دوره پيل کړه. 


کوټلر په Marketing 5.0 کې وايي چې دنیا ډېره تېزه دوه قطبي کېدو خوا ته روانه ده. موږ به دوه طبقې ولرو: یوه مالداره او بله غریبه، منځنۍ طبقه له منځه تلونکې ده. 


هغه ټینګار کړی و چې شرکتونه که خپله بقا او ګټه غواړي، نو د دې روان جریان مخه باید ونیسي او د پایدارې پراختیا اهدافو یا Sustainable Development Goals د تطبیق لپاره باید کار وکړي. د کوټلر وړاندیز دا و چې لوی شرکتونه باید خپلې د بازارموندنې هڅې د دې اهدافو د تحقق سره همغږې کړي. 


انسان چې کله د بازارموندنې بهرني کتابونه لولي، پوهېږي چې زموږ هیواد کې نه کاروبار د کاروبار په بڼې کېږي او نه یې بازارموندنه د بازارموندنې په بڼه ده.


زه په لنډمهال کې د دې کتابونو د ژباړې اراده نه لرم، که کوم بل دوست پرې کار کولای شي، ډېره ښه ده. 


یادونه: د پایدارې پراختیا اهداف دا دي: (۱) بېوزلي ختمول، (۲) لوږه ختمول، (۳) ښه روغتیا او هوساینه، (۴) باکیفیته زده‌کړې، (۵) جنسیتي برابري، (۶) پاکې اوبه او روغتیا ساتنه، (۷) ارزانه او پاکه انرژي، (۸) مناسب کار او اقتصادي وده، (۹) صنعت، نوښت او زېربنا، (۱۰) نابرابري کمول، (۱۱) پایدار ښارونه او ټولنې، (۱۲) مسؤلانه لګښت او تولید، (۱۳) اقلیمي اقدام، (۱۴) تر اوبو لاندې ژوند، (۱۵) په وچه کې ژوند، (۱۶) سوله، عدالت او قوي مؤسسات، (۱۷) موخو ته په رسېدو کې همکاري. (سرچینه: ویکي پيډيا) 


#بازارموندنه


Comments

Share with your friends:

reply