Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-11-14 09:10:17 by Shabnam Khan

څلور کیلیانې 

د جاپاني لیکوال جی کیتامورا کتاب دی چې د انسان شخصي ودې او بریالیتوبونو ته یې کتنه کړې. لیکوال دې ته ګوري چې څه ډول یو څوک خپلې ناغېړۍ او کږې لارې سمولی شي او هغه کسان چې د خپل پرمختګ لپاره سربداله او ګنګس دي ځېنې سلا مشورې ورته لري.

د دې کتاب لوست زموږ لپاره ځکه اړین دی چې موږ کله کله  پرمختګ  په ډېرو ناروا لارو کې ګورو، د بیلګې په ډول شهرت د بریالیتوب پوړ ګڼو، بې له دې چې د بریالیو څېرو ژوند ولولو د هغوی له جامو او ظاهري بڼې تقلید کوو او انګیرو چې د مبارزو خلکو د جامو اغوستل له موږ مبارزین جوړوي یا دا چې پیسې ګټل او مقام ترلاس کول د ژوند هدف ګڼو.

د ځان رسول، شخصي وده او پرمختګ ډېر اوږد سفر دی، نو ورته مه زړه تنګي کېږئ.

بحث لوی دی نو دلته به د څلورو کلیانو له کتابه یو لنډیز ولولو.

 د ځان ودې لپاره تر ټولو مهمه کیلي د ځان پوهول دی. خپله ځواکمنتیا، کمزوري، ارزښتونه او باورونه پېژندل او درک کول د ځان پوهاوي کیلي په لاس درکوي. دا مو د موخو او هدفونو ټاکلو کې درسره مرسته کوي. د ځان په اړه د ژورې پوهې لپاره د خپلو احساساتو، افکارو او کړنو څرګندونو او ارزولو ته وخت ورکړئ.

د ودې لور ته ګام تر اخستلو وړاندې مثبت او هوډمن ذهنیت رامنځ کړئ. ننګونې د ودې په لاره کې فرصتونه او موکې وګڼئ. پر خپلو وړتیاو باور ولرئ ان د ستونزمنو حالاتو پر وخت هم مثبت اوسئ. همدا ستاسو ذهنیت دی چې تاسو حالاتو ته د ځواب جوګه کوي او دا چې څه ډول ځواب ویونکي اوسئ. څه چې ستاسو د پایلو بڼه تیاروي همدا خپل ذهنیت مو دی نو که ښه ذهنیت مو درلوده پایله به هم ښه وي.

د موخو اوډون، که یې لږ ساده ووایو څه ډول خپل هدفونه ترتیبوئ. با ارزښتنه، معنا لرونکي او روښانه هدفونه د پرمختګ لپاره تر ټولو اړینه چاره بلل کېږي. خپلې اوږد مهاله او لنډ مهاله موخې تعریف او روښانه کړئ. دا ډاډ تر لاسه کړئ چې هدفونه مو مشخص یا په ګوته شوي، د اندازه کولو وړ دي، د لاس ته راوړلو وړ دي، له عصر سم معنا سمارټ دي او کارېدونکې دي، خپل هدفونه پر داسې پړاونو وویشئ چې د پلي کېدو وړ وي( ډاډمن شئ چې دا کار دغه وخت او امکاناتو سره شونی دی) خپل پرمختګ په منظم ډول و ارزوئ چې بریالي ورسېږئ.

کارپسې پاتې کېدل او زغم یوه بله قیمتي کیلي ده چې ستاسو وده او پرمختګ ډاډمنوي. د خپل هدف پر لور پرلپسې او له ځنډ پرته مزل کول مهم دي. نظم، ډیسیپلین، او کاري اخلاق تاسو پر هغو خنډونو بریالي اړوي چې انګېرئ مزل به مو پڅ یا پښه نیولی کړي. ننګونو ته زغم او حوصله پیدا کړئ، له ماتو زده کړه وکړئ او کوم ځای او چلند کې چې بدلون اړین دی بدلون راولئ. که دومداره کار کوئ او پرې مئینان یاست حتما ورته رسیږئ.

زده کړو ته دوام ورکول د ودې او پرمختګ یوه بله کیلي ده. دا پر ځان فرض کړئ چې ټول عمر به زدکړه کوئ او پرمختګ ته به ژمن یاست. نوي مهارتونه او پوهه ترلاسه کړئ. د وخت له ټکنالوژۍ او صنعت سره ځان اشنا کړئ یا دا چې په خپل تېر مه مغروره کېږئ چې پرون څوک وې. له خلکو د ځان په اړه نظر وپوښتئ چې سپین او بربنډ یې درته ووايي کوم کمی لرئ او څه مو ډېر ښه دي. د نورو له تجربو زده کړه وکړئ او ورځ تر بلې له ذهني پراختیا سره خپلې بریا ته یو ګام نږدې شئ.

د مثبتو اړیکو جوړول او له هغو خلکو سره د ملګرتیا کړۍ ته ننوتل چې نوښتګر دي، پر تاسو یې مخکې تګ لوریږي او یو څه ترې زده کولی شئ یو بل مهم ګام دی چې د خپلې ودې لپاره یې واخلئ ځکه همدغه اړیکي تاسو ته فرصتونه برابروي، لارې درښيي او هڅاند مو ساتي.


#کتاب #څلورکیلیانې

©: Sayed Abdullah Nizami


Comments

Share with your friends:

reply