Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-11-13 08:51:54 by Shabnam Khan

څلورم نفر...! کتاب د مشهور ليکوال امير عشيري دي، ژباړه يې Jabar Faraz کړې ده، ټول ۶۵۰ صفحي يا ورقي دی، چې اصلي کرکټر يې رامين دی، رامين په دې ناول کې يو نړيوال پوليس دي. رامين ته د نامالوم کس له خوا پوسټ راولېږل شي او ترې يې غوښتي وي، چې د هرمس سره وګوري، هرمس هغه څوک دی، چې د څلورم نفر په هکله مالومات لري. څلورم نفر د يو شمېر رازونو خبر وي، چې دغه رازونه او مالومات د نړيوالو پوليسو لپاره ډېر مهم وي، څلورم نفر د يو ميلون ډالرو او دغه مالوماتو سره تښتېدلی وي او ټول يې په لټه کې وي. کله چې رامين د هرمس اطاق ته ورځي، ګوري چې هرمس وژل شوی دی، رامين د څلورم نفر په هکله ډېر مالومات نه لري، صرف د قد اندازې، ويښتو رنګ، اندام او د نوم په هکله يې مالومات لري. دا چې څنګه به رامين وتوانېږي، دغه څلورم نفر پيدا کړي، د کتاب هغه ځانګړتيا ده، چې تا په وسوسه او شک کې اچوي چې دغه د دغې شک او وسوسې په وجه تر اخيره ورقي پورې ولولي. د څلورم نفر ناول له ځان سره ډیر څه لري - خو د ښاغلي رامین له بریا معلومیږي چې پر ځان باور د هرې بریا لامل کیدای شي. - که د کار د ګټې لپاره له چا مرسته غواړې نو د کار د تاوان جبران هم باید ولرې. - پر نورو د باور پر وخت باید دوه ځله فکر وکړې. - د خارجي انرژۍ د تر لاسه کولو پر ځای خپله داخلي انرژي سمه مدیریت کړه - مه پریږده چې کوچنۍ تیروتنه دې ټول پلان در خراب کړي. - هره پیښه یو نوی پیل وګڼه او هره تیروتنه یوه تجربه. نوټ: د رامين کرکټر زما خوښ شو پر ځان باور، حاضر ځوابي ، بد حالت د ځان په ګټه استعمالو ، بدو او سختو حالاتو کې خپله روحيه نه له لاسه ورکول. واقعاً چې ډيره په چټکۍ مې ولوست چې دا د يو ښه ناول ځيرکتيا ده.


Comments

Share with your friends:

reply