د کتاب نوم: هغه سړی چي خاندي
لیکوال: وکټور هوګو
لنډیز: نقیب احمد قریشي
دا د ویکټور هوګو تر "بېنوایان" وروسته تر ټولو مشهوره آثر دی، چي مرحوم سیف الرحمن اشنا په ۲۷۱ مخونو کي ژباړلی دی.
که څه هم دا فلسفي ناول څه ناڅه سخت راژباړل سوی دی، خو که د لوستني پر مهال تمرکز و نه بایلو زیات نوي څه ځیني زده کولای سو.
دا کتاب نه یوازي دا چي داستان دی، بلکي د هغه وخت د انګلستان د شاهي کورنۍ د غټانو، کشیشانو او فقیرانو څېرې داسي انځور سوي دي چي انسان دې ته اړوي، چي پر انسان بیرته له سره فکر وکړي.
څو پېړۍ مخکي انګرېز انسان وحشي ځناورو ته پاته کېدئ؛ خو اوس یې د انسان حیثیث او وقار معراج ته رسولی دی او زموږ پښه په پایڅه کي بنده ده.
تر دې وروسته د دې کتاب بله ځانګړنه د ناول ده او درېیمه برخه یې طبقاتي ناوړه توپیرونه بیانوي او پر فسلفي افکارو راڅرخي، فلسفه څه ته وایي؟ تعریفونه یې لکه د زمان، مکان، عقل، اراده، کمیت او کیفیت او د ورته موضوعاتو توضیحات دي.
دا چي فلسفي افکار په کایناتو کي په پړاونو وېشل کیږي، نو د سمندرونو پر مخ هم اوبازي/لامبو نه وهي، تل ته یې رسوي او د نسبي حقیقتونو په لاره کي ژور فکر انسان ته ورښيي او لږ تر لږه یې له غریزې او ځانغوښتنو "نارسیزم" له ناروغیو ساتي.
د هوګو دا ناول باید د افکارو د استقرار په حالت کي ولوستل سي، ځکه که چیري څوک د افکارو د استقرار وس و نه لري، نو د تکل مخه یې نیول کیږي او د منفرد تحلیل په لاره کي یې خنډونه پېښېږي.
دا هم له دې شهکاره ځیني یاداښتونه:
لومړی:
زه یې سیند ته غورځولی وم چي د هغه په تل کي ښخ سم، خو زه په یوازیوالي سره ښخ نه سوم؛ بلکي د حقیقت په نوم ملغلري مي له ځان سره راوړلې، زه پر خبرو راغلی یم چي ټول شیان تاسي ته ووایم.
زیاتي تجربې مي تر لاسه کړي دي، یخونه مي لیدلي، د قحطۍ او لوږي مزه مي کتلې ده، د نورو پېغور او تحقیرول مي زغملي دي، د کړاو او بې کسۍ په حالت کي را لوی سوی یم او...
نو تاسي پر خپل ځان رحم وکړئ، دنیا همېشه یو شان نه وي، افسوس! اربابانو پر سد سئ او پر خلګو رحم وکړئ.
ــــــــــــــ
دوهم:
زه بدمرغه غریب یم، تاسي غټان یاست، قدرت لرئ شتمني لرئ او د بخت لمر ستاسي تاریکو مخونو ته رڼا در اچوي، له خوبونو یوازي ګټه اخلئ او نور خلګ مو هېر کړي دي او زما په فکر دا یوازنی واقعیت دی چي تر تاسو اوچت دی.
ـــــــــــــ
درېیم
د افکارو پرېشاني د انساني روح د مسمومیت نښه ده او که د خوبونو او خیالو نړۍ ورسره ملګرې وي انسان په جوارۍ/قمار اړوي؛ دلته بې پروایي پیل کیږي، د طرحي جوړولو ته لاره هواروي، انساني خیالونه جذبوي او د تباهۍ ګرداب ته یې ور ټېل وهي.
ــــــــــــ
څلورم:
دوه شیان په یاد ولره:
لویان کار نه کوي، تر لاس لاندي خلګ خبري نه کوي، باید خپل بدرنګ مخته فکر وکړې او دا په یاد ولرې چي د بې وزله سړي ملګري یوازي د ده چوپتیا ده، بې وزله یوازي "هو" وایي آن د قاضي په مخکي هم...
کله چي لویان "نه"وایي، پروا نه کوي دا د هغو حق دی، که هو ووایي، د هغوی له شان سره په ټکر کي کیږي.
ـــــــــــــ
پنځم:
د بشر نفس لکه په خپله د طبیعت په شان له خلا څخه تښتي او په هغه کي د میني او محبت پر ځای کرکه او کینه شیندي. بې دلیله کرکه وحشتناکه کلیمه ده، خو واقعیت دا دی چي نفرت د نفرت لپاره، لکه هُنر د هُنر لپاره په طبیعت کي مطرح دی.
نامعلومه کرکه او بې دلیله کینه تر یوې اندازې کېدلای سي ارضا کوونکې وي، خو باید دلیل ورته پیدا سي، څرنګه چي بې دلیله کرکه او هوايي کینه، فضا ته د ډزو کولو په مانا ده، په بل دلیل انسان نه سي کولای د کرکي په وجه له خلګو نه کرکجن وي؛ باید یو کار وسي؛ چي له کینې او کرکي څخه یو پر مځکه راوغورځول سي.
ـــــــــــــ
شپږم:
خندا او خوشحالي هغـه سـاري ناروغي ده، چي هیڅوک ترې نه ډارېږي.
او د بډایانو د جنت ډبره بیا د غریبانو پر دوږخ ایښودل سوې ده.
ــــــــــــ
اووم:
ړوند طبیعت تل بې ګناه او کمزوري کسان تر خپل قهر او غضب لاندي نیسي.
ــــــــــــ
اتم:
مرګ که هـر څومره ښه او خوږ وبولـو، خـو بیا هم یو بد او تریخ واقعیت دی.
ـــــــــــــ
نهم:
د واقعیتونو د چینې خوږې اوبه غوړه مالان ناجوړه کوي.
که غواړئ چي هوسا واوسئ؛ نو دا اوبه پر دېوال وپاشئ.
"هغه سړی چي خاندي"
نوټ: pdf یې نسته راسره.
ن.ا.ق
Comments
Share with your friends: