Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-11-05 14:31:31 by Shabnam Khan

د نړيوالو کيسو کيسې ليکوال: ايمل پسرلى ښکلى کتاب ده. غونډ راټول په ٣٧٩ صفحو کې ده. په نړيوالو کيسو باندي يې کره کتنه کړې ده، نړيوالي هغه کيسې يې پکې راغونډې کړي چې تر ډېره شهکاري يادېږي; يا په نوي او خاص ادبي کالب کې پنځول شوي دي. #ايمل پسرلي صاحب استادنه شننه په هره کيسه کې (البته ورسته له دې چې کيسه په لوستونکي ولولي، او ورسته کيسې څخه يې کړي ده.) پدې کتاب کې د ادب د دنيا تر ډېره نوي او تازه، يا په بل عبارت له نوي ديد او زاويي څخه کيسو ته او څه لېږ د ليکوال خيالاتو ته پکې کتل شوې دي. د ضرورت او تقاضا په وخت کې; که د کومي را نقل شوې کيسې لېکوال ژوندى ولو، ورسره يې د کيسې په اړه مرکه هم د پسرلي صاحب لخوا شوي ده. د کافکا، همينګوې، چخوف، الن پوه، نجيب محفوظ او خوار ډېرو نورو لېکوالو د کيسې ژباړي، او کتنه پکې شته. ما لومړى ګمان کول چې دا کتاب خو يې هسې ليکلى! د کيسو کيسه بيا څه!؟ ولي بايد پدې وخت ځايه کړم!؟ خو کله چې به مې کيسه ولوسته، او پوه به نشوم، نو د لېکوال شنني ته به مې روجع کوله چې ورسته به ډيرې غوټې راته خلاصي شوې او دامې درک کړل چې بې ځايه نه ده لېکل شوى، بلکې په ځاى ده. د کتاب په شاتني پوښ کې لېکل شوې چې " په دې کتاب کې د نولسمې، شلمې او يو ويشتمي پېږۍ ٢٦ هغه لنډې کيسې دي چې په نړيوال ادبياتو کې کم سارې بلل شوې دي. ايمل يسرلي د دغو کيسو کيسې کړي او له ځينو معاصرو بهرنيو ليکوالو سره پرې غږېدلى هم ده. دا کيسې د لنډو کيسو د خورا مهمو ليکوالو په قلم ليکل شوي. دلته د کوډګر رياليزم، ايروني، سمبول، ساينس فيکشن او پوليسي کيسو ځانګړني بيان شوې او ځينې غوره مثالونه يې وړاندي شوي دي." د کتاب چاپولو افتخار له #سروش کتاب پلرونځي سره ده چې په ښکلي صحافت، ډېزان او کيفيت سره يې چاپ کړى ده. ملګرو کې چاى لوستى؟ #طبيبي


Comments

Share with your friends:

reply