د کتاب نوم: سیپینس
لیکوال: نوح هراري
معرفي کوونکی: مقتصد ستړی
انسان خردمند یا د بشر لنډ تاریخ د یووال نوح هراري یو مشهور او په زړه پوري کتاب دی؛ یووال نوح هراري یو اسراییلی روڼ اندی، تاریخ لیکونکی او تیوریسټ دی، چې ډیری څیړنې یې په پراخه پیمانه تاریخي پوښتنو ته ځوابونه دي چې یو له هغو یې دغه کتاب یانې انسان خردمند دی.
د هراري په نظر انسانان تقریباً له دوه نیم ملیون کلونو راهیسې د ځمکې په سیاره کې ژوند کوي، مګر د خردمند انسان یا هوموساپین ډولونه چې زموږ ډولونه هم پکې شامل دي، ۱۵۰ زره کاله دمخه راڅرګند شوي دي، یووال نوح هراري د خپل کتاب ۹۵ سلنه متن دې ژویو ته وقف کړی دی ترڅو وښيي چې څومره خود غرضه او ناپوهه انسانانو بېلابېل ژوي او بیولوژیکي منابع له منځه وړي دي او لا هم دغه کار دوام لري.
هغه وایي په تاریخ کې د عدالت په نوم هیڅ شی وجود نلري او په نړۍ کې خشونت او زورزیاتی دوامداره دی، یانې کله چې انسان خردمند د ژوند ډګر ته داخل شو همهغه وخت په سیاره کې لږ تر لږه شپږ نور انساني نسلونه موجود وو، چې د هوموساپینس په هڅو له منځه تللي او دغه هوښیار (خردمند) انسان د ځمکې د سیارې حاکمیت ترلاسه کړی دی.
یووال نوح هراري په دغه کتاب کې د بشري تاریخ سره د معاملې سربیره د اوسني او راتلونکي په اړه ډېر یو خوندور بحث کړی دی او تر ډېره پوري لیکوال هڅه کړې ده چې لوستونکی فکر کولو ته اړ باسي.
د انسان خردمند کتاب د څو انقلابونو په معرفي کولو سره پیل کیږي چې لومړی یې د ادراکي انقلاب دی چې شاوخوا اویا زره کاله دمخه د هوموساپین ډوله یا هوښیار انسان په کې پیدا او په خپل ګرد چاپېر د پوهیدو لامل شوی دی، د دې پوهې په ترلاسه کولو سره انسان خردمند د دې توان ترلاسه کړ چې د هغه شیانو په اړه فکر او تصور وکړي چې شتون یې نه درلود، او د هغو په اړه یې په خبرو کولو سره ډیر خلک په لویو ډلو کې راټول کړل او د نورو انساني نسلونو سره یې مخامخ کړل، مانا دا چې انسان د خپل فکر پر بنسټ د اړیکو نوې لارې او بنسټونه رامنځ ته کړل چې پرمټ یې په نړۍ حاکمیت ترلاسه کړي.
دوهم انقلاب کرنیز انقلاب دی چې څه د پاسه ۱۱ زره کاله مخکې رامنځته شوی او د فصلونو په کرلو او د حیواناتو په پاللو سره انسانانو وکولای شول چې یوځای ژوند وکړي او د ښکار او خوراکي توکو راټولول پریږدي، چې له دې تکامل سره د دوی په خوراک او شمېر کې زیاتوالی رامنځ شو.
دريم ساينسي انقلاب دی چې شاوخوا ۵۰۰ کاله وړاندې راپیل او د صنعتي انقلاب، اطلاعاتي انقلاب، د بايو تکنالوژي انقلاب په کلونو او پېړيو کې يې د انسان ژوند تر نن ورځې پوري اوسنۍ بڼې ته را رسولی دی.
په کتاب کې ددې سربېره د نورو لویو بدلونونو په اړه خبرې شوې دي چې د انسانانو په اقتصادي، ټولنیز او سیاسي ژوند پوري اړه لري، لکه د ژبې پراختیا چې د کلتور د رامینځته کیدو لامل شوی، د دین ظهور چې د توحید، شرک او نورو مذهبونو رامنځ ته کېدو سبب شو او یو بل مهم څه چې په همدې اساس رامینځته شو د پیسو، تجارت او اقتصاد د مفکورې ظهور و چې د سترو امپراتوریو د رامینځته کیدو او د پانګوالۍ د ودې لامل وګرځېد.
دا کتاب په مختلفو برخو کې د معلوماتو یوه بډایه سرچینه ده چې د ټولو موضوعاتو په اړه ستاسو ډیری پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کوي او دا ځوابونه خورا روښانه او کله ناکله حتا ټکان ورکوونکي دي، د بیلګې په توګه د کتاب په یوه برخه کې یووال نوح هراري لیکي چې دا یو انسان نه و چې غنم یې وپالل، بلکې دا غنم وو چې انسان یې اهلي کړی دی.
نوموړی زیاتوي، که څه هم کرنیز انقلاب د انسان نفوس زیات کړ خو قحطۍ، ساري ناروغیو او د ناامنیو خطرونو د انسان ژوند له خطر سره مخ کړی او دی اړ دی چې د ژوند د دوام لپاره ډېر کار وکړي او د ښکار او څارویو له وخت څخه زیاتې سختۍ او کړاونه وګالي.
هراري کرنيز انقلاب په تاريخ کې تر ټولو لويه درغلي بولي، ځکه چې له انسان څخه يې د ژوند رنګ او خوند اخیستی یانې هغه سړی چې په اونۍ کې دېرش ساعته کار کولو سره خپلې اړتیاوې پوره کولې اوس تر شپیتو ساعتونو پورې کار کوي خو بیا هم له لوږې وېره لري.
لکه څرنګه چې د کرنې له زیاتوالې سره نفوس زیات شو نو د ځمکې د ملکیت په اړه د انسانانو ترمنځ شخړې رامنځته شوې او د ساتنې لپاره یې پوځ ته اړتیا پېښه شوه، د همدې فوځ لپاره یو واکمن ته اړتیا وه او حاکمانو د حکومت او واک ساتلو لپاره ځینې قوانین جوړ کړل چې بزګرانو هم د خپلو فصلونو یوه برخه د مالیاتو په توګه فوځ ته ورکوله.
په دې دوره کې تصور شوي واقعیتونه په خورا پیاوړې توګه او د نورو نویو واقعیتونو سره راڅرګند شول لکه دولت، قانون او مذهب چې د هغه وخت مذهبونه هم اکثریت د داستانونو په څېر وو، ځکه چې د انسان عقیده د دې تصور شویو واقعیتونو پر بنسټ ولاړه وه.
اوس نو معلومه نه ده چې راتلونکی انسان به له ننني انسان څخه څومره توپیر ولري، دا حیرانوونکی سفر چې په چټکۍ سره دوام لري، د پوهې تنده په دوامداره توګه د پرمختګ په حال کې ده او لا هم ساینس پوهان په دې نه دي توانیدلي چې خپل مشخص اهداف بیان کړي، لکه څرنګه چې هراري وایي دا په حقیقت کې د اندېښنې وړ خبره ده، چې انسان پخپله نه پوهېږي، چې دی څه غواړي او دا بې هدفه لټون به دغه خردمند انسان چېرته ورسوي؟
اوس پوښتنه دا ده چې د ساینسي انقلاب څخه وروسته د بشر په تاریخ کې د کوم بل انقلاب امکان هم شته چې په وړاندې به یې دغه پرمختللی انقلاب هم کمزوری شي او کنه؟
دا به تاسو د هراري د کتاب تر لوستلو وروسته لکه ما چې مخکې وویل فکر کولو ته اړباسي.
ــ #مقتصد
Comments
Share with your friends: