Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-11-03 07:59:38 by Shabnam Khan

خپل ikigai دې موندلی ؟

لیکنه او معرفي: ډاکټر عیسی ستانکزی 


کوم شی تا هڅوي چې سهار له خوبه پاڅیږي او ورځ پیل کړې؟ دا پوښتنه ډیرو کړې خو ښه ځواب ورته جاپانیانو پيدا کړی دی. جاپانیان د ikigai په نامه یوه اصطلاح کاروي. ikigai له دو کلمو جوړه ده iki او بله gai. که دغه کلمه په پښتو ترجمه شي نو ممکن له مانا لرونکی ژوند ورته مناسبه کلمه وي. دوي وايي ایا تا د خپل ځان لپاره ikiga پیدا کړی دی؟

ارواپوهان وايي که تا تر اوسه پورې خپل ikiga نه وي پيدا کړی دی نو له ځانه دغه څلور پوښتنې وکړې:

کوم کار دې او په ټوله کې څه شی دې خوښیږي؟

په کوم کار کې تکړه ېې؟

نړۍ له تا څه تمه لري چې څه باید وکړې؟

 او په کوم کار کې پیسې پيدا کولی شې؟

 لودیځ چې کار او دنده پکې ترڅه مهمه ده نو له دې جاپانۍ کلمې د سمې او ګټورې دندې په پيدا کولو کې دخلکو د هڅولو لپاره ګټه اخلي. لودیځوال وايي که د دغو پوښتنو په ځوابولو کې مو انډول پيدا کړي او سم ځواب مو ورته پيدا کړ نو د خوښې او سمه دنده لرئ او باید دوام ورکړئ ځکه چې په دنده کې رضایت مو له ژونده رضایت زیاتوي.

خو جاپانیان بیا ایکيګاي يوه اوږده پروسه بولي چې یوازې په کار پورې نه اړوندیږي.

جاپانیان دغه کلمه له دوو نورو کلمو سره یو ځاي کاروي او له دغو دوو پرته ېې نیمګړې بولي. دغه دوه کلمې ittaikan او jiko jitsugen دي. دغو دو کلمو پښتو ژباړه به « تړاو یا تعلق او ځان پیژندې احساس » وبولو.

ډیر ځله له انسانه دغه ایکيګاي ورک شي او نه پوهیږي چې د ژوند مانا او مفهوم ېې څه شی دی او کوم شی د ده ژوند ته مانا ورکوي.

 البته د عمر په هر پړاو کې د ژوند مانا او یا ایکیګاي بدلیږي خو که څوک ېې له پیله پيدا کړي نو که بدل هم شي بیخي نه ورک کیږي او په بله بڼه ېې مومي.

د مثال په توګه ځینې ېې له نورو سره په مرسته کې مومي، ځینې ېې له وطن سره په مینه کې او ځینې ېې له کورنۍ سره په مرسته کې. خو مهمه خبره دا ده چې دغه ایکیګاي پيدا کړي.

د اوږد او خوشاله ژوند لپاره د جاپانیانو د راز په هکله د Hector Garcia, او Francesc Miralles کتاب ایکیګاي مې ولوست خوند مې ترې واخیست او دغه کلمې مې هم له تاسو سره شریکې کړې.

نو هیله ده د وطن په دغو ترخو او غمجنو شپو ورځو کې هم خپل ikigai ومومئ او یا لږ تر لږه فکر پرې وکړئ.

شکسپیر هم وايي :

د ژوند مانا د ډالۍ موندل دي خو د ژوند هدف نورو ته د دغې ډالۍ ورکول دي.


Comments

Share with your friends:

reply