Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-11-01 11:51:06 by Shabnam Khan

د کتاب نوم:  د زرو هیندارو کور

ژباړه او لیکنه:   اسدالله غضنفر 

معرفی:  ځار فیسبوک پاڼه


د زرو هیندارو کور اصلي برخه د نړۍ د مختلفو ملتونو ولسي حکایتونه دي، چې له انګلیسي څخه په پښتو ژباړل شوي دي. لکه څنګه چې زموږ په ولسي ادب کې ټول آثار د یوې سویې نه دي او ځینې یې تر ځينو نورو د خوند او ښکلا له نظره بهتره دي، دغسې د نړۍ په ولسي ادب کې هم ټول آثار د یوې سویې نه وي. ژباړن هڅه کړې ده چې تر وسه وسه داسې آثار وژباړي چې د خوند او پیغام دواړو په لحاظ غوره او بهتره وي. په حقیقت کې تاسې په دې کتاب کې د نړۍ د ښو حکایتونو یو غورچاڼ او انتخاب لولئ.

د زرو هیندارو کور د یوه داسې خواږه او خوش صحبته دوست حیثیت لري چې د ژوند سړې تودې یې لیدلي او د پوهې او حکمت خزانې ورسره دي. د دغسې دوست هر مجلس هم د خوشالۍ سبب ګرځي او هم د ښه، کامیابه او نېکمرغه ژوند طریقې در زده کولای شي.

د دې کتاب ښېګڼه دا ده، چې د هر عمر او طبقې کس يې لوستی شي، د ارواپوهنې له انده که تاسې غواړئ، ماشومان ښه وروزئ، فکري نوښت ته يې وده ورکړئ، په راتلونکي کې يې بريالي وويني، نو له داستاني ادبياتو کار واخلئ او ماشومانو ته کيسې وکړې...

د دې سربېره هغه وګړي، چې مطالعې کولو ته يې زړه تنګېږي، کولی شي، د دې کتاب په لوستو سره خپله علاقه زياته او خړوبه کړي، د خبرو کولو په اصل کې تر ټولو مهم څه چې دي، هغه د حکايتونو په ياد لرل او په مثال کې وړاندې کول دي...

که مو تر اوسه دا کتاب نه وي لوستی، اشتباه مو کړې ده، دا کتاب بايد هرې حجرې، دېرې او د کور غړو ته ورسول او واورېدل شي.


Comments

Share with your friends:

reply