Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-10-30 12:36:19 by Shabnam Khan

رڼا ناول

رڼا په تیاره کنډرو کې پرته هاغه پیغله ده چې صرف یو ځل غواړی خپل مېین ورته ووایې

(ته راته ګرانه یې) په داسې خال کې چې له حرکته لویدلې وه! کوچنۍ لور یې د یوې نوړۍ پیدا کولو لپاره د خلیفه رمه پیایې خو د خلیفه د زوی څخه یې هر وخت په سترګو کې د بی کسۍ اوښکي کله ډنډ او کله مخ په ښکته رواني وي. رڼا په ورانه کنډره کې د خپل مېین تصویر په سینې پوری نیولې! خو د مېین زړه یې دومره کلک وي چې له خولې یې ورته دا یوه جمله نه شې ویستې 

(ته راته ګرانه یې) دا ځکه چې د رڼا په لمنه یو تور داغ وه د کوم له وجې چې د مېین ژبه د یوې جملی لپاره  ونه خوځیده خو کله چې خوځښت ته جوړه شې رڼا په تیاره کنډره کې تته او ورکه شې بیا د مېین چغې د کلی وړاندی کنډرو نه دومره پورته ځي چې ان اسمان سره ټکرې خوري. زه نو څه خبر وم چی له دی چغو ورسته به زما اوښکې ورسره برابره ملتیا کوي.!

♡♡

احمدی صیب ته دی رب جنتونه نصیب کړې که دا ناول مې هاغه وخت لوستې وې چې ژوندی و ختمن مې ورسره ملاقات کاوه او د دې ناول په اړه ورسره غږیږدم چې داسې فکر څنګ در ولوید او...

ـــــــــــــــــــــــــــ افتخار


#نوټ : ترلاسه کولو لپاره زما آیدې تعقیب کړې!


Comments

Share with your friends:

reply