Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-03-05 20:04:01 by Sikaraam Oraganization

۱. لږ خوب وکړئ

دا یو د غوره پانګونو څخه ده، چی تاسو کړلې شئ خپل ځان ته ګټه ورسوئ. ډېر خلک په مجموع کې لږ خوب کوي او دی لږ خوب سره صحتمن هم وي، په اوسط ډول د روغتیایي ګټو لرلو سره سم باید شپږ ساعته خوب وشي، او دا په یوه عادت بدل کړئ. دی سره به تاسې د ډېر خوب مخه هم نیولي وي،خپلې روغتیا او د وخت په ارزښت به هم پوهیدلي یاست.
. د ځان لپاره یو ساعت سهار کې وخت ورکړئ۲ 
دی یو ساعت کې مو ورځنې محال ویشت چمتو کړئ، ځان پاک کړئ، ښه ناشته وکړئ او ځان د نن ورځې لپاره ډاډمن کړئ تر څو خپلو موخو ته په منظمه توګه رسیدګي وکړئ.
3. نن هغه کار وکړئ چی مهم دی!
تاسو ته به کارونه ډېر پراته وي، ممکنه ده ډېر کار به لرئ. خو لومړیتوب هغه کار ته ورکړئ چی مهم وي، مهم یعنی؛ چی سبا نه تکراریږي همدا نن یی ورځ وي. نو هغه کار نن وکړئ چی سبا ورته لاسرسی نه کیږي. 4
. منفي نقاط له ذهنه وباسئ!
تاسو یوازې پر هغه څه تمرکز وکړئ چی مثبت وي. منفي خواته فکر مکوئ (نشم کولی) ووایه کولی یی شم همدا اوس یی وخت دی، بل څوګ نشته چی زه کینم او هغه زما کارونه وکړي همدا زه یم چی باید خپل کارونه وکړم او خلاص یی کړم او له هر ډول بهران ځان وباسم، ځان کی مثبته او د قوت ماده ژوندۍ ساتئ منفي خوا فکر مکوئ.
5. کله چی درته زنګ راتلو په ورین تندی غږیږه!
ورځنی ژوند کی داسی کیږي، ممکنه ده تاسی د خپل کارونو له عمله خسته یاست یا پر تاسو فشار زیات وي. نو کله چی درته زنګ راتلو د مقابل لورې خیال ساتئ په ورین تندی او ښکلې اواز ورسره روغبړ وکړئ، تر څو زنګ وهونکی دا فکر ونکړي چی ګواګې مقابل شخص زما له زنګ څخه ناخوښ دی. نو د زنګ پر محال دې خپله ستړیا او خپګان څو لحظو لپاره هیره کړه.
6. د ورځې پر اوږدو کې چی تاسو څه یادوئ ځان سره یی وساتئ!
د ورځې پر اوږدو کې زیات خلک وینو، زیاتې خبری اورو او کوو یی. نو د خلکو د خبرو څخه یو څه اخذ کول، مثبت او ښه نقاط ترې یادول دا مهم دي.
او تر ټولو مهمه دا ده چی دا خبري باید ولیکل شي او ځان سره وساتل شي تر څو له یاده ونه وځي. اولیور وینډل هولمز: د انسان ذهن چی یو ځل څه واوري او هغه خبری د نورو خبرو شاته شي نو بیا یاد ته نه راځي او که یاد ته راشي اول حالت به ونه لري. نو ښه دا ده چی ولیکل شي.
7. اصولی اوسئ!
د خلکو سره د مخامخ کیدو، د چلند پر محال، د ټوکو پر محال هر حالت کې اصولي اوسئ.
اصول یو مهم اصل دی انسان کې چی سړی د بی ادبۍ او بی احترامۍ خواته نه کیباسي. نو هر حالت کې باید اصولي اوسو، د نورو قدر او احترام وکړو تر څو زمونږ قدر او احترام وشي.
8. وخاندئ!
خندا کول، ستاسو بدن د بیلابیلو ناروغیو ژغوري. سټیو مارټین وايې:
خندا د بدن دننه ډیری ګټور کیمیاوي توکي فعالوي چې موږ ته ډېره ګټه لري. خندا عادت وګرځوئ تر څو یو خوښ ژوند ولرئ.


Comments

Share with your friends:

reply