Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-10-29 14:49:02 by Shabnam Khan

"ستا د یاد معبد ته زر ځلې سجدې کړم" 

نا اشنا ناول د روسي لیکوال سټیفن څفیک اثر دی چې ښاغلي لطیف بهاند پښتو ته را ژباړلی.

د ناول پیل سریزه نه لري. 

تلوسه یې تر ډېره ښه ده خو ځینې ځای پرې شوې. خو کیسه یې ډېره ښه ده ښه مانا او مطلب ترې تر لاسه کېږي.

ناول په یوه مینه لیکل شوی، هغه مینه چې تر پایه د یوه اړخ د انتظار او شاید تېروتنې په خاطر  یو اړخیزه پاتې شوه.

داسې مینه چې یوولسو کالو کې یوازې یو اړخ د مینې په لمبو کې سوزېدو، داسې چې په یوولسو کالونو کې د یوه زوی څښتنان هم شو خو زوی خپل پلار ونه لېد او نه پلار په خپل زوی خبر و. 

پلار هغه وخت خبرېږي چې یو زوی لرم چې زوی یې له مرګ له ځان سره وړی و، او دی د یوه نا اشنا لیک په واسطه چې د ماشوم مور (معشوقې) یې ورته لېږلی و خبر شو.

او دا سړی د ژوند تر اخر هم پوه نه شو چې لیک د چا له خوا رالېږل شوي.

د کتاب له متن څخه: (  د تابوت تر څنګ ګلان څه مانا لري؟ له ما سره به خواخوږي وکړي، څه ښایسته خبرې به وي، دا به له ما سره څه مرسته وکړي. ځکه زه په دې پوهېږم چې زه به بیا یوازې پاتې کېږم. دا ما هغه وخت احساس کړه چې له مور او پلار سره ولاړم، له تا نه لرې شوم او له شپاړس کلنې نه تر اتلس کلنۍ پورې مې دوه کاله په دې لور کې تېر کړل.)

Ezat Ullah Rahmani


Comments

Share with your friends:

reply