Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-10-27 15:58:33 by Shabnam Khan

#ګوډي_پران


دا د هغه کتاب نوم دی چې د یو افغاني اصله لیکوال لخوا لیکل شوی او د نړۍ په ۵۰ پنځوسو ژبو ژباړل شوی، کتاب په ټوله نړۍ کې د لیکوال له دویم کتاب سره د دویم  ۳۸ اته دیرش میلیونه ټوکه پلورل شوی دی.


ګوډي پران  د خالد حسیني لخوا په ۲۰۰۳ دریم کال لیکل شوی دی. خالد حسیني یو افغان دي چې په ۱۹۶۵ کال په کابل کې زیږیدلی، مور یې پښتنه او په یوه ښوونځي کې ښوونکې وه، پلار یې تاجیک او دبهرنیو چارو وزارت کارمند وو. پلار یې له ټولې کورنۍ سره په ۱۹۷۶ کال پاریس ته ولاړ او کله چې شورویانو په افغانستان یرغل وکړ پلار یې په پاریس کې د افغانستان له سفارت څخه ګوښه او بیا ورسته امریکا ته مهاجر شو، حسیني د امریکا په سنتیاګو پوهنتون کې طب ولوست او په ۱۹۹۳ کال فارغ شو، هغه په ۲۰۰۷ کال له افغانانو سره د مرستي په پار د خالد حسیني بنسټ را منځ ته کړ. حسیني تر دې دمه دری ناولونه

 #ګوډي_پران

 #زر_ځلیدونکي_لمرونه

 #غر_په_خندا_شو

 او بله لنډه شعري ټولګه #د_سمند_دعا چاپ او د نړۍ په لسګونه ژبو  ژباړل شوي دي

ګوډي پران چې انګلیسې نوم یې (The  kite runner  ) دی او تحت لفظي مانا یې د ګوډي پران ځغلونکی دی د خالد حسیني لمړنی رومان دی چې په ۲۰۰۳ کال کې لیکل شوی او ۲۰۰۷ کال ورباندي فلم هم جوړ شو. 

د کتاب داستان د دوو ماشومانو داستان دی چې یو یې امیر او بل یې حسن نومېږی.

امیر پښتو او حسن هزاره وي د ماشوم توب او ځواني ټولي خوږې او ترخې ورځې د یو بل په څنګ کې تیروي امیر له حسن سره خیانت کوي او همدا چاره عمر تر پایه ځوروي کله چې کمونیستان کودتاه کوي امیر او پلار یې امریکا ته ځي او حسن افغانستان کې پاتي کېږي.

حسن د مجاهدنو په دور کې مړ کېږي او کوچنی زوی(سهراب) یې د یو غلام ماشوم په توګه د مجاهدینو لاس ته لویږی او له هغه څخه د نڅاه ګر په توګه کار اخلي. امیر چې دا وخت امریکا کې اوسي او واده یې هم کړی د حسن له مرګ څخه خبري او د هغه د زوی (سهراب) د ژغورلو لپاره د افغانستان ته د تللو اراده کوي په پیښور کې له رحیم کاکا څخه مرسته غواړی او کابل ته راځي، سهراب په ډېرو ستونزو مومي، په ډېره سختي یې له ځانه سره پیښور او بیا امریکا ته بیایي او هلته د ژوند شرایط ورته برابروي.

کتاب د نژادي تبعض او افغانستان کې د نورو ستونزو په محور را څرخي او د افغانستان له سختو شرایطو پرده پورته کوي دا چې د ناول کرکټرونه او داستان او هرڅه افغاني دي نو دا ناول په نړیواله سطحه د افغاني ادبیاتو لپاره ستره لاسته راوړنه ده.

دا کتاب چې د نړۍ په پنځوسو ژبو ژباړل شوی تر دې دمه پشتو شوی ندی، په کتاب یو انګلیسي فلم هم جوړشوی چې ځیني صحنې دری او پښتو هم لري.


Comments

Share with your friends:

reply