Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-10-26 19:43:58 by Shabnam Khan

له ځانه تر خدایه


لیکوال یې محمد ناصر افتخار او ژباړن یې طارق تسل ده، لکه څرنګه چې نوم څخه یې معلومیږي چې د ځان تر پیژندنې نیولې تر خپل رب پیژندنې، هغه داسې چې ځان ونه پیژنې خپل رب نشې پیژندلی،د ځان پیژندنې اړوند یې پوره معلومات پکې ځای کړي او واقعیت کې ځان پیژندنې اړوند ډیر ښه اثر ده او خپل رب ته رسیدلو په هکله یې ډیرې ښې لارې ښودلې دي مطلب دا چې سړی تر روحاني سپیڅلتیا رسوي.

 ژور خفګان په هکله وایي نامحرمو خلکو ته په کتلو د بې حیاءکارونو په کولو او په دوی کې د زياتو بوختېدلو له امله په پای کې اضطراب،ژور خفگان او د یاداښت د لاسه ورکول پېلېږي. کله چې ناوړه ډيټا په ذهن کې جمع شي، یاداښت 

ورسره خرابېږي، چې له امله يې دانسان دماغي سیسټم ته هم زیان پېښېږي.

د نفس په هکله وایي چې نفس له دریو برخو جوړ ده چې عبارت دي له جسم،حواس خمسه او ذهن.چې  جسم ددوو موخو لپاره  ده چې عبارت دی له ژوندي پاتې کیدل او دنسل زیاتوالی ده

عقل په هکله وایي چې له عقل لرلو څخه پرته علم داسې دی لکه ړوندوالی که د عقل سره په خوا کې علم نه وي نو انسان ړوند وي، داسې چې په هر ځای کې غورځېږي او بیا پاڅېږي بيا غورځېږي او بيا پاڅېږي، لکه څوک چې له

موره ړوند پیدا شوی وي.

د ډارپه اړه بیا داسې وایي چې انسان په ډار کې ژوند کوي. ډار د هغه د ژوند سره ملگری وي، د مړينې ډار يې تر ټولو زیات وي. هغه ټول ژوند د همدې ډار سره یوځای تېروي. انسان هېڅکله نه غواړي چې دا ډار يې پای ته ورسېږي، ځکه چې د دې ډار پاې يې د مرگ په مانا دی.

د نیمګړې هیلې په هکله وایي چې د هر انسان په ژوند کې یو ناتکمیل شوی نا ارامه او نیمگړ ی خواهش وي، د کوم د پوره کولو لپاره چې ژوند کوي او منډې ورپسې وهي. بايد ووایو چې په ژوند کې نیمگړی خواهش د مرگ تر ورځې پورې موجود وي هر نیمگړی خواهش چې پوره شي سمدستي په بل کې ضرب شي او نور خواهشات رامنځته کړي. لنډه دا چې دا یو لیونتوب دی او هېڅکله د انسان ټول خواهشات په ژوند کې نه بشپړېږي.

د ځان پیژندنې اړه وایي چې څوک خپل ځان په سمه توګه وپیژني نو هغه خپل رب هم پیژندلی شي چې بیا د همدې پیژندنې څخه مینه هم پیدا کیږي. دالله ج  دپیژندنې په سفر کې زړه ماتوالی،نامرادي او ماته نه وي د ژوند په هر موړ کې چې وروستۍ سلګۍ راشي نو دمسافر ددې هڅې د قبلیدا لپاره هم پوره هیله شته.

 عقیدې په اړه وایي چې که عقیده ړنده شي نو د وژونکو زهرو په مثال وي خو که عقیده د ریښتنولۍ او حقیقت پر پایو ولاړه وي نو د ایمان په معنا ده.

که وخت لرۍ مطالعه یې کړۍ نور ډیر څه پکې شته


Comments

Note: سلامونه اي مونږ ټول کتابونه ډونلوډ کولي شوو.

Share with your friends:

reply