Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-10-16 04:49:20 by Sikaraam Oraganization

لیکوال : عزیز نسین

ژباړونکی: احمد سمون

 

د خوراک رژيم

لکه د هغه پیالو په شان چې نرۍ ملا لري زه او کورنۍ مې یوه د دولتي شفاخانې څخه یوې ته ورغلو او صف کې ودرېدو. په دې آخرو وختونو کې زه او پنځه بچیان او مېرمن مې یوه ناراحتي ځان کې احساس کوله. کله چې به له کټ نه راپورته شوو په خپلو پښو کې مو دومره طاقت نه و چې زمونږ ضعیفه جسم له یوه ځایه بل ځای ته یوسي او حرکت ورکړي.

حتی هغه حرکت چې د سرو او سپینو حجراتو نه منځته راځي او په هر چا کې شته په موږ کې نه و علت یې دا و چې په موږ کې وینه نه وه. که په دا بڼو سره د هند په سفر لاړ وای نو له شک پرته به د هند نفس تزکیه پرځای معلومیدو په هغه ورځ چې مې وضع خطرناکه وګڼله نو دولتي روغتون ته ولاړو. ما باور لرلو چې دولت به زما د دریو زامنو چې په راتلونکي کې به عسکر وي، دوو لوڼو چې په راتلونکي کې به د نسل زیاتولو ماشینان وي او همدا رنګه هغه مېرمن او خاوند په هکله چې د نسل زیاتولو فابریکه وه هېڅ امکان نه درلود چې فکر و نه کړي.

ډاکټر وروسته له دې چې هر یو پنځلس ثانيې معاینه کړو وویل – تاسو ټول د ډېرې کمزورۍ په ناروغۍ اخته شوي یاست.

ما خپلو بچیانو ته مخ را تائو کړ ومې ویل: - بچیانو و مو اورېدل؟ موږ د ډېرې کمزورۍ په ناروغۍ اخته شوي یو او موږ خبر هم نه یو.

ډاکټر وویل- هو تاسې له ډېرې کمزوری په ناروغۍ اخته شوي یاست او وروسته له دې نه باید په خوراک کې زیاتوالی وکړئ که نه ناروغي به مو نوره هم خطرناکه شي.

ما بچیانو ته وویل: - بچیانو و مو اوریدل ښاغلی ډاکټر وايي چې ډېر خوراک وکړئ. مګر په څه باید تقویت شئ چې له ناروغۍ خلاص شئ.

څه وخت چې ‌ډاکټر نسخه لیکله لاس مې ترې ونیو او ومې ویل: - ښاغلیه لاس ونیسئ زه یوه نسخه نشم اخیستلای او تاسو ما ته ۷ نسخې لیکئ آیا دا هغه کورنۍ ناروغۍ دی چې په کور کې په خپله جوړیږي که نه؟

-          نه په خپله نه ښه کیږي ما تاسې ټولو ته تقویتي شربت او ګولۍ ولیکلې ښه بچیان دې په څه لویوې؟

-          په وچه ډوډۍ.

-          ښه ځکه دومره ډنګر دي دوی باید پروټین لرونکي خواړه وخوري هغه هم ډېر زیات.

-          نو پروټین لرونکي مواد یې کم دي؟

-          هو ګرانه زیات پروټين په غوښه، د چرګې هګۍ، شیدې، پنېر او له ټولو زیات په غوښه کې وي.

-          لکه چې ومو ویل په غوښه کې له ټولو زیات دي؟

-          هو په غوښه کې له ټولو زیات دي ته دنده او مسؤلیت لرې چې دوی ته زیاته او ډېره غوښه چمتو کړې او ور یې کړې.

-          ‌ډېره زیاته...

-          هو ډېره ډېره زیاته ځکه که ویې نه خوري له لږې مودې وروسته له منځه ځي.

-          ښاغلي ډاکټره کومه غوښه چې زه یې دوی ته ورکوم باید کوم ډول غوښه وي. د ښکار غوښه، د غوا غوښه، د میښې غوښه، د خرس غوښه، د وزي غوښه او یا د پسه غوښه؟

-          هره غوښه وي پروا نه کوي فقط کوښښ وکړئ چې غوښه وي ته یې ورکړې. ما مې بچیانو ته مخ کړ او ومې ویل:

-          ښه مو واورېدل له نن نه وروسته تاسو خوراکي رژیم لرئ او مجبور یئ چې ډېره ډېره غوښه وخورئ. یقیني هغه څه چې زموږ تاسې وطن کې د سرو زرو حکم لري هېر مو نشي ډېره ډېره زیاته! بچیانو مې څو شیبې احمقانه راته وکتل.

د روغتون ډاکټر چې نه یې غوښتل د روغتون قوانین له منځه یوسي موږ ته یې ۷ نسخې ولیکې. ما هم دې لپاره چې تفرېح مې کړي وي د بچیانو سره یوځای درملتون ته ننوتو. بچیانو مې یو شور واچوه ځکه دوی فکر کاوه چې چای خانې ته راغلي یو هر یوه کوښښ کاوه چې ژر له نورو څخه د خوږو ځای ته ځان ورورسوي. دوا خرڅوونکي چې زما سره ۷ نسخې ولیدې ۷ واره یې شکر ویوست. بیا یې وویل: - ښاغليه ټولې ۷ نسخې دوا درکړم.

-          مهرباني وکړئ اول د یوې نسخې بیه راته وښیاست بیا به وروسته فکر وکړم. دوا جوړونکي ډاکټر وروسته له یو څه جنجال څخه وویل: - هره نسخه له پوره تخفیف سره ۳۶۱ لیرې او ۵ کروشه کیږي دا ۷۵ کروشه هم نه غواړم. ۱۶۱ لیرې.

د دې تخفیف نه مې مننه وکړه او له درملتون نه راووتو. – بچیانو مخته شئ د کور په لور بابا مو غواړي چې تاسې لپاره یو خبري کنفرانس وړاندې کړي. کله چې کور ته راورسیدو ټول مې مخاطب کړل: - ګرانو بچیانو او زما مهربانې مېرمنې! څرنګه چې و مو اورېدل ډاکټر صېب وویل چې د دې لپاره چې له دې ناروغۍ څخه وژغورل شو باید ډېره غوښه وخورو او نسخه یې ولیکله مګر دا ښه نه ده چې زه د خپلې یوې میاشتې تنخوا په ۷ پاکټه ګولیو ۷ بوتله شربت او ۷ ستنو یا آمپولو باندې ورکړم او تاسې یوه میاشت وږي او تږي وساتم. یعنې هر پلار چې تنخوا یې زما په شان وي داسې نه کوي مګر د ډاکټر سپارښتنه هم نشو کولای چې نه اورېدلې ونیسو. مونږ مجبور یو چې په کافي مقدار غوښه وخورو. مګر د غوښې په په نشتوالي او د لوړې او نه زغمونکې بیې سره نه جوړیږي. ګرانو بچیانو! او زما مهربانې مېرمنې نن ورځ چینایان په ښوق او ذوق سره د بېلابېلو مارانو، انګرزان د کیشپ د غوښې په خوړلو مخصوصا کتلت یې او ایټالویان د ډول ډول خرچنګونو په خوړلو سره ویاړ کوي.

د یو فرانسوي سړي لپاره د د چنګښې کباب د پسه او وزي له کبابه ډېر خوندور دی، پرتغالیان د سپي د غوښې په خوړلو سره له نورو هېوادونو پرمختګ کړی.

د موږک غوښه د جنوبي افریقا د دسترخوان ښکلا ده. د ګینه نو خلکو مخصوصً د کورني موږک په خوړلو لاس پورې کړی دی. حتی ویلی شم چې هغه قبیلې چې د انسان غوښه خوري د موږک له غوښې هم غفلت نه کوي. مونږ هم باید د داسې غوښو په خوړلو ځان روږدی کړو او نور دولت ستړی نه کړو چې د غوا او پسه غوښه چې ډېره کمیابه ده مونږ ته برابره کړي او مګر امکان لري چې د دې حیواناتو سالمه غوښه دې زمونږ په اختیار کې کیږدي.

لکه څرنګع جې پوهیږئ ۹۰ ٪ کالباس غوښه د آس او خره وي زیاتره کبابونه چې مسافر خانو کې خرڅیږي غوښه یې د سپي او پېشو ده. تر ټولو بدتر هم زمونږ سوسیس هم له هغو غواوو څخه جوړیږي چې مړې وي. خلک هم بې له دې چې څه پاملرنه وکړي په ډېرې اشتها دا غوښې خوري پرته له دې چې ناروغه شي ورځ تر په ورځ چاغیږي او قوي کیږي.

ګرانو بچیانو! او له ځانه راته ګرانې مېرمنې!

د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره باید غوښه وخورو د هر څریدونکي او الوتونکي غوښه چې لاس ته راورسیده پرته د انسان له غوښې چې هغه حریص او کینه‎کښو خاوند او مېرمنو ته پریږدو.

تاسې د داسې نیکونو پاتې شوني یې چې یو عمر یې په ځوانمردی سره ژوند کړی. د چین او ماچین په هند او آسیا کې د ملکونو نیولو وروسته او د ډېرو کارنامو څخه وروسته بیا هم ښکار ندی هېر کړی او اکثره یې له دې لارې ژوند کړی دی. د دې هېواد مخکنیو ازلمیو او علمانو وروسته له دې چې جنګي زده‎کړه به یې سرته ورسوله د جنګي زده‎کړو څخه به یې ښکار کې کار اخېست دا چې تاسې د دې جنګیالي او ښکارچي خلکو زامن یی له نن ورځې نه وروسته هر څه مو چې ولیدل باید ښکار یې کړو او ویې خورو تر څو مو د نیکونو څخه یو یاد تازه کړی وي! ګرانو بچیانو او زما مهربانې مېرمنې! موږ غواړو چې له هغې غوښې ګټه واخلو چې موږ یې ویړیا او زموږ هیوادوال یې د ډېرو پیسو په بدل کې خوري ااو اوس پرته له دې نه چې خپل وخت له لاسه ورکړو په خپله تاریخي دنده به شروع او پیل وکړو. یو تن څو غشي او لیندۍ، یو تن رسۍ، یو تن غشی او یو تن هم له مخصوصې نیزې څخه کار واخلئ. تر څو له دې ناروغۍ څخه وژغورل شو. زما له شور او شوق نه ډکې وینا پرته له دې چې په وینا کې څه وي زما دوه بچیان وژړول. د خدای شکر چې له هغې ورځې وروسته د غوښې مسئله زموږ په کور کې حل شوه. ځکه چې د سپي له غوښې نیولې د مرغۍ تر غوښې پورې د هر څه غوښه مو وخوړله حتی دوې ورځې وړاندې مو یو خر هم په ګنج کې واخیست او مېرمنې مې قورمه کړ تر څو په ژمي بې غوښې پاتې نشو.

مګر ډاکټر ... کله چې له اولینې معاینې وروسته ورغلو نو هېڅ یې ونه پیژندلو. ځکه تر ټولو وړوکی زوی مې دېرش کیلو چاغ شوی و هغه هم په یو کال کې. مېرمنه مې دومره چاغه شوي وه چې له ډېر چاغوالي څخه یې نشوای کولای چې په خپلو پش، ودریږي. ډاکټر کله چې ښه متوجه شو ویې پوښتل:

-          تاسې هغه نه یاست چې تېر کال نږدې و چې له منځه ولاړ شي؟

-          هو ډاکټر جانه همداسې ده.

-          څنګه داسې په حال راغلی؟

-          ښاغلیه ډاکټره! غوښه مو وخوړه د چرګې غوښه، د ماهي غوښه، د وزي غوښه، د بیفتک غوښه، د کالباس غوښه او د سوسیس غوښه.

ولې بېچاره ډاکټر نه پوهېده چې مونږ د آس، خره، د تور کارغه، د بلبل، د چنګښې، خرچنګ او بلاخره د کورني موږک په غوښه ځان په دې حال راوړی دی.

پای

په ۳ بجې او ۱۰ دقیقو د ماسپيښین ختم شو. ۱۳۹۰/ ۰۵/ ۳۰

نوټ: دا ژباړه ما هغه وخت چې لا مې عمر تر ۱۲ کلنۍ نه و پورته، کړې وه خو بیا مې اوس وختونو کې ومونده نو بې له هېڅ تغیر مې د هماغه وخت د لیک او املاء سره سم له کتابچې ټایپ کړه. هیله ده ګران لوستونکي پکې شته تېروتنې وبښي او دغه ځای ته یې پام وي چې دا د وړوکوالي یا تنکۍځوانۍ د یو یادداښت په توګه په راخیستل شوې.


Comments

Share with your friends:

reply