Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-10-09 05:37:30 by Sikaraam Oraganization

کتاب: د نړۍ تاریخ ته کتنه

لیکوال: جواهر لال نهرو (د هند پخوانی لومړی وزیر)

لنډیز: فضل ولي ولي

 

د نړۍ تاریخ ته کتنه

 

د تاریخ کار دا دی چې په یوه جغرافیه د زمانې هر تېر شوي ادلون  بدلون ته په خپله لمن کې ځای ورکړي او خوندي یې کړي. له عادي او ټولنیز ژوند ور واخله آن د دولتونو په حدوداتو کې لوی سیاسي تحولات د تاریخ په پاڼو کې خوندي کړي. تاریخ نه یواځې د یوه دولت تاریخي پېښې او واقعات ساتي، بلکې د یوه ځانګړي دولت د تاریخ سره هم مهاله د نړۍ د تاریخ پېښې هم، په خپله ارته سینه کې ځایوي. یو مؤرخ باید د تاریخ په پاڼو کې د وخت هر انقلاب ځای کړي. د حکومتونو په جوړېدو او ړنګېدو لیکل وکړي. د وخت د حاکمانو حکومتولۍ کره وڅیړي. تر څو راتلونکی نسل یې په لوستلو سره خپله سیاسي تګلاره ځانته په اسانۍ وټاکي. نوی نسل باید د سیاسي مسیر د ټاکلو لپاره تېر تاریخ ته کتنه وکړي. د تاریخ پاڼې واړوي او وګوري چې څوک څنګه راغلل؟ څه یې وکړل؟ څنګه لاړل؟ وس یې په باب خلک څه وایی؟ په دې هرڅه د پوهیدو لپاره لازمه ده چې تېر ولولو او د یوه دولت د غوره حکومتولۍ، جوړونې او پرمختګ لپاره د تېر، ټولې راټوکېدلې او فاعلې ډلې ولولو، ښه یې تحلیل کړو او د ځان لپاره ترې سالمه لاره غوره کړو. که مونږ په ټولنه کې د غوره شخصیت لرلو هېله لرو. د رهبریت د ترلاسه کولو په لټه کې یو او دا مو ارمان وي چې هم مو په حال کې ټولنه په کړنو ښه ووایي او هم مو نوی نسل په مستقبل کې په پل قدم کیږدي نو پکار ده چې خپل هر قدم په ډېر غور، اختیاط او فکر کېږدو.

هغه لاره تعقیب کړو چې نن یې په بنسټ ګُذارو خلک د هغوی په نه شتون هم افرین وایي او ترې رضایت ښایي، چې دغه کار او لاره تعقیبول مونږ د تاریخ د پاڼو له لوستو، د فکر او نظر د خاوندانو او د انقلابونو نه د راتېرو اشخاصو له اورېدو پرته په اسانۍ نه شو تعقیبولی.

نو که غواړو چې د حال په کړنو د مستقبل لپاره د ځان، کورنۍ، ټولنې او دولت د فلاح، ارامښت، پرمختګ او خلکو د منښت وړ وګرځو او راتلونکو ته د خادم رهبر تاریخ پرېودو؛ لازمه ده چې د ماضي تاریخ ته رجوع وکړو نو راځئ نن د تاریخ اړوند داسې یو کتاب چې نړیوال شهکار بلل کیږي تاسو ته درپيژنو؛ دغه کتاب د نړۍ تاریخ ته کتنه نومیږي.

 

 

 

د نړۍ تاریخ ته کتنه Glimpses Of World History

د نړۍ تاریخ ته کتنه. دا کتاب د هند د پخواني، لومړي وزیر جواهر لال نهرو د هاغه 196 لیکونو ټولګه ده چې د نیني زندان د تورو تمبو له شاه او دنګو دیوالونو له ځورونکې سایې، یې خپلې لور اندریا ګاندي ته لیکلي وو. نوموړی په 1889 کې پیدا شوی او 1964 کې وفات شوی.

نهرو خپلې لور ته لیکونه استوي، په ډیره ساده ژبه خپل لور پوه کوي او د نړۍ د تاریخ په اړه معلومات ورکوي. دا کتاب په 1930-1933 کلونو کې لیکل شوی او 1938 کې چاپ شوی چې د لرغونې او معاصرې نړۍ په ټول تاریخ د ځغلنده نظر لپاره خوندور ماخذ دی چې لومړی ټوک یې میر احمد یاد، دوهم ټوک یې نور افضل عابد او دریم یې آڅړ محمدي پښتو ته ژباړلی دی. نهرو وایی: چې موږ ته په مکتبونو کې یواځي په تاریخ کې سنې (نیټې) او یو څه مهمي پېښي راښودل کیږي، نور څه نه: زما هغه نجوني او هلکان نه خوښیږي چې یوازي د یوه هیواد تاریخ لولي، تاریخ اوږد ځنځیر دی، د ملتونو تاریخ سره تړلی دی، د تاریخ مطالعه باید تر یوه ملته محدوده نه وي.

دا چې خبره د جواهر لال نهرو په کتاب د نړۍ تاریخ ته پر کتنه کوو نو د هغې مخکې دا یادونه ضروري ګنم چې زمونږ زیاتره پښتانه د تاریخ له مطالعې سره چندانې علاقه نه لري او وجه یې دا چې زمونږ تاریخ له جګړو او شخړو ور اېسته نور څه نه لري او که یې لري نو هغه یوازې د شاهي کورنیو شخصي تاریخ او د رسمي ژوند او پېښو په اړه اوږدې او غمېدونکې کیسې دي.خو د دې کتاب جالبوالی دا دی چې په زندان کې لیکل شوی او په لوستونکو د نننۍ او پرونۍ نړۍ ننداره کوي.

په لومړي ټوک کې په تاریخ تبصره کوي، د ازادۍ په اهمت غږیږي، د نړۍ تاریخ ته کتنه کوي. زړې امپراتورۍ یې تشریح کړي او تحلیل کړي. پخوانی هند او پخوانۍ اروپا، اسلام، اسلامي تمدن، صلیبي جګړې، په هند د افغانانو بریدونه او په هند کې مغلولي امپراتورۍ یې څيړلي دي.

 په دویم ټوک کې په صنعتي انقلاب، مشینونو، جمهوریت، ډیموکراسۍ، د نړۍ اقتصاد چې هند د نړۍ صراف بولي او  همداشان د تریاکو له جګړې نیولې بیا د 19 پیړۍ په جګړو او د هغه وخت مستعمارې یې تشریح کړي. د اسلامي دور زوال ته یې کتنه کړې او نړیواله جګړه او په نړۍ یې تاثیرات پکې تشریح کړي.

په دریم ټوک کې په ایرلینډ او جمهوریت غږیږي او بیا عثماني امپراتورۍ او د هغې زوال ته ورګرځي همدا شان مهتما ګاندي او په هند کې د هغه پر روال او مبارزه باندې بحث کوي او په یاده سیمه کې استعمارګر قوتونه راپیژني. عربي نړۍ ته یې هم سر ور ښکاره کړی او په ټوله کې د نړۍ په اقتصاد غږیدلی، چې څوک حاکم او څوک محکوم دی.  

خو زمونږ تاریخ ولې له کړوانو ډک دی؟ ځکه چې د نویو افکارو پر وړاندې مو د ذهن دروازې تړلي او اجازه نه ورکوو چې نوي افکار مو ذهن را روښانه کړي. همدا وجه ده چې شاته پاتې یو. هغه خلک چې د نویو بدلیدونکو حالاتو سره ځآن نشي عیارولی وخت په وخت به لکه زمونږ ټکرې خوري. پدا اوسنۍ ماډرن زمانه او نړۍ کې به څوک زوړ فکر په لوړه بېه واخلي. نه هېڅکله نه.

حل لاره یې دا ده چې باید نویو افکارو ته غیږ خلاصه کړو، که همداسې خپل ضد ته دوام ورکړو څو کاله وروسته به بیا له الوتکو را غورځیږو او پرمختللې نړۍ به مو تماشه کوي.

د تاریخ سبق!!!

د تاریخ په لوست مونږ په دې پوهیږو، چې نړۍ څنګه ورو ورو پرمختګ کړی؟ او ابتدایي حیواناتو څنګه خپل ځای پېچلو ته پرېښود، تر دې چې بیا له ټولو بد حیوان، یعنې انسان د خپلې پوهې په زور پرې برلاسی شو. له وحشي توبه تر تمدنه چې کوم مزل شوی، دغه کېسه تاریخ نومیږي. انسان کې د مرستې او تعاون فکر څنګه پېدا شو او زمونږ مرام باید دا ولې وي، چې ټول د عمومي ګټې او ښېګڼې لپاره کار وکړو. خو ځینې وخت چې د تاریخ ځینو دورو ته ګورو، داسې ښکاري، چې دې مرام چندانې پرمختګ نه دی کړی او مونږ لا هم په کافي اندازه متمدن او پرمختللي نه یو. نن هم د تعاون ډېر کمی دی، یو هیواد یا خلک یې د خپل عرض لپاره پر نورو بریدونه او ظلمونه کوي. یو انسان بل انسان خوري. که له سلګونه زره کاله پرمختګ سره مونږ نن هم دومره ناکاره او نیمګړي یو؛ نو خدای خبر څومره پېړۍ نورې پکار دي چې زمونږ عمل پکې هغسې شي لکه د پوهو او معقولو خلکو چې باید وي. تاریخ کې داسې دورې هم تېرې شوي، چې په دې برخه کې زمونږ له دورې څو ځلې ښې وې، یعنې انسان په مراتبو ډېر مهذب او متمدن و. دې سره هرو مرو دا پوښتنه پېدا کېږي، چې زمونږ نړۍ پرمختګ کوي که شاتګ؟ خپله زمونږ د هېواد تېر(ماضي) ډېر روښانه و، یعنې له هر پلوه تر اوسني وخته غوره و.

#مطالعه: د نړۍ تاریخ ته کتنه ۱۱

د دې کتاب مطالعه به نه یوازې د تاریخ لوستو سره ستاسو علاقه پیدا کړي بلکې د سیاست زدکړې ته به مو وهڅوي او د نړۍ تاریخي سېر به درباندې ډیر لنډ او معقول ولولي. که یې د څو ښېګڼو خبره کوو نو؛

اولنۍ ښېګڼه یې دا ده چې د نړۍ د بشپړ تاریخ لوستلو مو خلاصوي. که وایو چې دا کتاب خپله تاریخ نه دی بلکې پر تاریخ تبصره ده نو بده به نه وي. دلته زمونږ هغه پوښتنه هم حل کیږي چې زمونږ تاریخ ولې وچ کلک او ستړی کوونکی دی؛ ځکه چې مونږ یوازې تاریخ لرو خو په تاریخ تبصره نه لرو او نه چاته اجازه ورکوو چې نقد یې کړي.

دویمه دا چې پر دې کتاب دا دی پېړۍ اوړي، په یوه پېړۍ کې نړۍ ډېره بدله شوې ده. د یو سیاسي فعال انسان په توګه نهرو ځینې وړاندوینې هم کړې وې چې د ځینو وړاندوینو یې سړی پوهیږي چې دوئ حالات څومره ژور مطالعه کول او په شمار خبرې یې کولې. که زمونږ ځیرک لوستونکي دغه وړاندوینې ولولي او د اوسنیو حالاتو سره یې تحلیل کړي نو یو خوا به د تاریخي جریاناتو په بدلون پوه شي او بل به یې د نهرو د سیاسي فکر او لیدلوري په اړه ذهن خلاص شوی اوسي.

دریمه خبره دا چې د ځینو تاریخي واقعتونو او هغه سوې تفاهم چې یا یې مونږ لرو او یا یې هندیان لري او ځینې وخت زمونږ او د هندیانو ترمنځ د جروبحث سبب ګرځي خبر شو. لکه په هند کې عمومي نظر دا دی چې سلطان محمود غزنوي په سومنات یوازې د شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره برید کړی و حال دا چې نهرو دغه نظر ردوي او وایي چې محمود غزنوي د یو جنګیالي په توګه اړ و چې خلک د ځان تابع کړي نو ځکه یې پر سومنات معبد برید وکړ او د جنګ د اصولو سره سم یې د یاد معبد خزانه د غنیمت په توګه خپله کړه.

پښتون او افغان لوستونکي ته دا کتاب د ټولې نړۍ تاریخ نه دی بلکې دا یوازې د نړۍ تاریخ ته ځغلنده کتنه ده. ښه والی یې دا دی چې که عام لوستونکي یې ولولي نو د ذهن په پرده به یې د نړۍ یو لنډکی فلم تیریږي او د ملتونو او تمدنونو په اړه به له ډیرو لوړو او ژورو خبر شي او که د تاریخ مینه وال یې ولولي نو ګټه به یې دا وي چې لومړی خو به د ټولې نړۍ تاریخ ته یوه عمومي کتنه ولري او که بیا غواړي چې یوه برخه یې لا ډېره مطالعه کړۍ نو د همدې کتاب له مخې کولی شي یوه مشخصه برخه وټاکي او د لا نورې مطالعې د پاره یې نور ماخذونه وګوري.

د نړۍ تاریخ ته کتنه، کتاب په ۳۵۲ مخ کې جواهر لال نهرو لیکي چې ”تمدن او ښارونه سره تړلي وي. د ښارونو له پرمختګ سره علم زیاتېږي او د خپلواکۍ احساس او جذبه قوي کېږي. کلیوال خلک شیندل شوي وي، په توهماتو باور کوي او د طبیعت رحم ته ناست وي. دوئ سخت کار کوي، ارام یې لږ وي، د خپلو بادارانو له خبرې نشي اوښتی خو اپوټه د ښار خلک بیا زیاتره یوځای اوسېږي او د مدني ژوند، زده کړو، بحث، پلټنو او فکر فرصتونه ورته ډیر وي“.

مګر په اوسنیو حالاتو کې زمونږ د ښارونو پرمختګ ټکنی شوی او تمدن کډه تړلی په سر ګرځي، څه به کوو که څو ورځې یا څو میاشتې وروسته زمونږ ژوند او تمدن د ښارونو پر اوږو بوج شي او اېسته یې ګوزار کړي؟

په هر حال دا اول ځل دی چې ما د تاریخ اړوند یو پنډ کتاب دومره په شوق ولوست، که څه هم نهرو د یاد کتاب په بیلا بیلو برخو کې د افغان مشرانو او اتلانو په اړه ضد او نقض خبرې لیکلي خو په ټوله کې ویلی شو چې د دغه خبرو ډېری برخه یې زمونږ په مشرانو کې وه او باید وویل شي او ولیکل شي.

نو خبره مې دا کوله چې تمدن او ښارونه سره تړلي وي خو که زمونږ همدا حال وي نو نه، به نور تمدن او نظم وګورئ او نه، به د ښارونو پرمختګ. بلکې ورځ تر بلې به مو مخ د غربت، بېوزلۍ، او ترهې له کبله توریږي. خلاصه زمونږ وطن لکه د وینې په کمښت اخته ماشوم ورځ تر بلې یې د وجود او ګور ترمنځ واټن کمیږي.

د تاریخ له کړکۍ!

په روم کې چې دیني بغاوت پیل شو، له اقتصادي انقلاب سره یې هم اړخ لګاوه. دې اقتصادي انقلاب ډېر ټولنیز، دیني او سیاسي بدلونونه هم راوړل. که په شپاړسمې او اولسمې پېړۍ کې د اروپا ننداره له لرې ځایه وکړئ؛ نو وبه کورئ چې دې ټولو فعالیتونو، خوځښتونو او بدلونونو پر یو بل اغېز درلود او په خپلو کې یې اړیکه درلوده.

معمولاً په دې دوره کې درې ستر خوځښتونه روان وو چې یو (رنسانس) و، بل (مذهبي اصلاح) او درېیم (انقلاب) و او دې ټولو ته ډېر پام کېده. خو د دې ټولو تر څنګ همدا اقتصادي ستونزې او لوږې وې چې د اقتصادي انقلاب لامل شو او دغه اقتصادي بدلونونه او انقلابونه په ټولنه کې تر نورو بدلونونو ډېر مهم وو.

مطالعه؛ د نړۍ تاریخ ته کتنه ۴۷۸

پخوانیو وختونو کې جګړو په اصل کې مذهبي اړخ درلوده او ځینې وخت بیا د پاچاخانو د سلطنتونو او کورنیو سیالیو پرسر رامنځته کېدلې. په اصل کې یو ملیت له سیاسي نظره په نورو باندې یرغل ور وړ او تېری به یې پرې کولو او د دې ټولو لاملونو ترشامعمولاً ځینې اقتصادي دلایل او اړخونه هم موجود وو. د بېلګې په توګه د اروپا او اسیا پر لور د مرکزي اسیا د قبایلو زیاتره یرغلونه له دې امله وو چې لوږې به پسې اخیستل. اقتصادي پرمختګونه هم امکان لري چې خلک واکمن کړي او له نورو څخه یې وړاندې بوځي. حتی د اروپا او نورو ځایونو د جګړو ترشا همېشه یو اقتصادي لامل پروت و او په کار وړل کېدلو.

کله چې نویو دورانونو ته رسېږو، ګورو چې مذهبي جګړې یا د پاچاهانو د کورنیو اختلافات او سیالۍ پای مومي. د یادولو وړ ده چې جګړې پای نه مني، بلکې ډېرې خطرناکې او خونړۍ کیږي. خو نور د جګړو لاملونه په بشپړ ډول سیاسي او اقتصادي اړخونه لري.

 

د نړۍ تاریخ ته کتنه ۹۵۴م مخ

د فشار پراخوالی او ترورېزم د یوه حکومت د وېرې او وحشت نښانې دي. هر حکومت هغه که بنسټپال وي، که انقلابي وي، که بهرنۍ وي او که ملي وي، کله چې ډاریږي او په خپل دوام باندې مطمین نه وي؛ ځان ترورېزم ته اچوي. بنسټپال حکومتونه د لوړ پوړو طبقو او ځانګړو خلکو له لورې، د خلکو په وړاندې استعمالیږي او انقلابي حکومتونه بیا د خلکو له پرګنو څخه د لوړ پوړو طبقو پر ضد کارول کیږي.

په اصل کې انقلابي حکومت واضح وي او په ډیر صبر سره وړاندې درومي. همدارنګه په اصل کې یو سختګېر، وحشي او بې رحمه حکومت وي. خو ډېر کم چل او دوکه لري. بنسټپال حکومت بیا په وېره کې ژوند کوي، ځکه پوهېږي چې زیات دوام نشي کولای او خلک په لومړني فرصت هغه له منځه وړي.

دا ډول حکومت د ازادۍ په اړه ډېرې خبرې کوي، خو له ازادۍ څخه یې هدف ځان او هغه څه وي چې د ده زړه یې غواړي. د عدالت په اړه خبرې کوي، خو هدف یې د روان حالات دوام وي چې د هغې په سیوري کې حکومت کوي، سره له دې په هغه ډول حالاتو کې خلک لا تباه کېږي او له منځه ځي. هر وخت د قانون او نظام څخه پورته خبرې کوي او د دې خبرو تر سرپوښ لاندې خلک جګړې ته لمن وهي، وژنې کوي، بندي کول کوي، خلک خفه کوي او هر کار د قانون او نظام خلاف ترسره کوي.

د نړۍ تاریخ ته کتنه، دوهم ټوک

#نوټ؛ څه د اوسنیو حالاتو ترجماني پکې شوې.

د نړۍ تاریخ ته کتنه؛ کتاب ټول جالب او له عمومي مالوماتو ډک دی خو دریم ټوک یې بیخي خوندور دی. دا برخه یې ډیره د پخوانۍ او اوسنۍ عربي نړۍ په تیر نظامي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزه برخه باندې را څرخي. جالبه پکې دا ده چې د سعودي نیولې بیا د عراق، فلسطین او اردان پورې دا ټول په یو نه یو برخه کې د برتانیا او نورو هغه هیوادونو چې یادې سیمې ته یې سترګې پټې کړې وې په خاصه توګه برتانیا خپلې مستعمرې ګرځولې وې.

فلسطین یې په څو ټوټو ویشلی و، له ډیرو کړاونو تر دې مهاله را رسیدلی خو هغه وخت سعودي عربستان ځان خپ و چپ نیولی و او کله نه کله به یې د نورو عربي هیوادونو له شرمه سترګې پټې او خوله وازه کړه. همدا شان یې یوه برخه افغانستان ته ځانګړې شوې؛ چې پدې کې د افغانستان د بدبختیو ښه انځورګري شوې او زمونږ د بدبختۍ ډېره برخه یې یوه پیرۍ د مخه په ډیرو ساده تورو توره کړې.

یوه برخه کې لیکلي چې؛ د افغانستان وضعیت ناکراري تر ډېره په دې پورې اړه لري چې د دوو رقیبو قدرتونو ترمنځ د یوه مانع یا بافرزون په توګه پروت دی. دا خبره یې مونږ ته د را پېښو بدبختیو مور ګڼلی شو.

ژوند د فکر زېږنده دی او چې فکر بدل شي، ژوند ورسره بدلېږي، دا چې کتابونه فکر بدلوي، نو د انسان ژوند بدلوي او دا ثابته شوې خبره ده، خو ځینې کتابونه داسې وي چې سمدستي اغېز کوي او ځینې نور بیا ډير وخت په دې نیسي چې انسان باید ورپسې نوره مطالعه وکړي. په همدې خاطر تاسو ټولو ته د دغه کتاب د لوستو بلنه درکوم باوري یم چې د دې کتاب له لوستو سره به مو د نړۍ په اړه فکر بیخي ډیر بدل او پراخه شي.

ویډیويي لنډیز: https://youtu.be/x6MaALuOz3s

 

 


Comments

Share with your friends:

reply