Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-10-09 05:33:32 by Sikaraam Oraganization

کتاب: مدرسه او امریکا

لیکوال: ډاکټر سمیع الدین ارمان

لنډیز: فضل ولي ولي

مدرسه او امریکا!

که خپله د نړۍ د لیدو او ګرځیدو امکانات نه لرئ نو د نړۍ لیدونکو او ګرځیدونکو تاثرات ولولئ. د نړۍ لیدونکو او ګرځیدونکو تاثرات لوسته درسره د سفر په مهال خورا ډېره مرسته کوي.

زما او ستا په شمول به ډېری ځوانان د دغې برخې مینه وال وي. په همدې خاطر درسره نن د داسې یو کتاب لنډیز شریکوم چې د لوستو پر مهال به یې ماته دعا او تر لوستو وروسته به یې نورو ته د لوستو سپارښتنه کوئ. څه فکر کوئ دا به کوم کتاب وی؟ دا کتاب مدرسه او امریکا نومیږي؛

مدرسه او امریکا د پیاوړي نقاد ډاکټر سمیع الدین ارمان د تعلیمي سفرونو د ۱۴۱ یو سل او یوڅلویښت بیلا بیلو یاداښتونو او خاطرو ټولګه ده چې لومړی ځل په دوه زره او دویشت کې د پيښور نه مفکورې ریسرچ اینډ ډولیپمنټ سنټر او په دویم ځل ډسټ ان بک چاپ کړې ده.

هغه وخت چې دا کتاب د چاپ په درشل پروت و؛ زه د کتاب نوم په ځان پسې ور اخیستی وم.ماته د کتاب له نامې داسې ښکاریده چې د منځپانګې ډېری برخه به یې د مدرسې او امریکا په دښمنۍ راڅرخي خو چې کله مې ترلاسه کړ او پر لوستو مې پیل وکړ کیسه زما د ذهن خلاف زما د خوښې وړ وګرځیده. دا د ډاکټر ارمان د مدرسې د ژوند او زده کړو نیولې بیا د امریکا په نوم وتي پوهنتون کې د زده کړو او څیړنیز کار او په دغه دوران کې په نوموړي د تیرو شویو کړاونو یاداښتونه دي.

د ډاکټر ارمان ذهن د لسګونه او سلګونه سوالونو ډک وي. خپلو سوالونو ته د ځواب مندلو په لټه وي، د ذهني کشمکش په اوج کې ورته د پېښور په نوم وتي اسلامیه کالج کې د زده کړو زمینه برابریږي او له هغې وروسته په اېپلائیډ اکنامکس کې د ماسټرۍ برنامې ته بریالی کیږي. خو نوموړی د خپلو سوالونو له وجې پر زړه تنګون اخته کیږي. د سکون او اطمینان په لټون یو اوږد سفر پيل کوي او دغه سفر یې د کور کلي، اسلامیه کالج او همدا شان د انسټیټیوټ آف مېنېجمنټ سائنسز غوندې پراخې، رنګینې او ښېرازه اداره کې د زده کړو ور اخلي او د کراچۍ د جامعه الرشید پر دُرشل یې دروي. دا د رښتیا او حقیقت د لټون یو اختیاري او وجداني یون و چې د مدرسې د څلور کلنې دورې او زده کړو وروسته د خپلې موخې د تعقیب او سوالونو ته د ځواب موندلو تندې نوموړی له ډیرو لوړو ژور ور تیر کړ او اخیر یې د امریکا مسافر کړ.

د کتاب منځپانګه که یو خوا پر اسلامي مراکزو کې پر زده کړو او هلته په موجوده نصاب کې په پټو او ښکاره نیمګړتیاو او اړي ګړي راڅرخي نو بله خوا یې بیا د سیاست، سیاحت، اقتصادي او نظامي ګټو پر تعقیب د نړۍ د زبرځواکونو په غندنه، ملامتیا او تیروتنو توره شوې ده.

 همدا شان پدې کتاب کې لوستو ځوانانو ته د سکالرشیپونو د ترلاسه کولو په اړه یو شمیر لارښوونې شوي او د دغه پروسې د تعقیب ترڅنګ مشخص ادرسونه وړاندیز شوي. د اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو او پکې په اوسنیو نفاذه قوانینو بحث ډير په زړه پوری او د پام وړ دی. د ناپوهۍ او د پردیو د دسیسو ښکار ولسونه، په خاص ډول پښتنه خاوره باندې تیر شوي جنګونه او تړاکونه او د هغوئ په وجه را ټوکیدلې ستونزې یې په علمي بڼه څیړلي او په یو نه یو شکل یې د کتاب په نامه کې ځایه شوي اړخونه ملامت ثابت کړي.

د پام وړ موضوعات پکې د پخوانیو او اوسنیو قوانینو پرتلیز جاج اخیستو ترڅنګ د مذاهبو رنګارنګي، د نړۍ په سطحه د ټولنیز ژوند لوړې ژورې، په انساني ټولنه کې د لرغوني دور نه را واخله تر دې دمه د ودانو بیلابیل قسمونه او په اوسني وخت کې د غلامۍ د شتون او نشتون تاریخي شننه شوې ده.

بله د پام وړ موضوع امریکا کې په مهاجرت او په نړۍ کې د لویو طبیعي او مصنوعي پولو په شتون، د هغې نه په راولاړو شو ستونزو سربیره په ولسي وګړو یې تاثیراتو باندې غږیدلی. دلته دا هم لولو چې کومې پولې چا او څه وخت رامنځته کړي چې په هغې کې د تورخم کرغیړنه کرښه یادونه ډیره د پام وړ ده.

د کتاب په دې برخه کې لیکوال لیکي چې؛ په نړۍ کې دا مهال تر ټولو اوږدې پولې دولس دی، د دغه کتاره په دولسم نمبر د پاکستان او افغانستان ترمنځ کرښه ده چې په ډیورنډ لاین مشهوره ده. دا په دولسم نومبر اتلس سوه درې نوي 1893 کې راښکل شوې چې تقریباً دوه زره، شپږ سوه او اویا کلومیټره اوږدوالی لري چې د پولې  دواړه خوا ولسونه یې سخت اغیزمن کړي.

په یولسم نمبر؛ د امریکا او مېکسیکو ترمنځ پوله ده چې درې زره، یوسل او پنځه څلوېښت کلومیټره اوږدوالی لري. چې دا د نړۍ په سطحه تر ټولو مصروفه او رش لرونکې پوله بلل کیږي چې د کال په جریان کې پرې درې نیم سوه ملیونه خلک تګ راتګ کوي.

د نړۍ لسمه غټه پوله د پاکستان او هند ترمنځ ده چې نږدې درې زره، درې سوه، درویشت کلومیټره اوږدوالی لري چې د نړۍ ناامنه پوله ګڼل کیږي.

نهمه اوږده پوله چې د نولسمې پيړۍ ورکړه بلل کیږي د بولیویا او برازیل ترمنځ هغه پوله ده، چې درې زره څلور سوه او درویشت کلومیتره اوږدوالی لري.

د نړۍ اتمه اوږده پوله چې د اتلسمې پيړۍ ورکړه بلل کیږي د منګولیا او روسیې ترمنځ ده چې نږدې درې زره څلور سوه او پنځه اتیا کلومیتره اوږدوالی لري چې په شلمه پیړۍ کې یې قانوني بڼه خپله کړه.

اوومه اوږده پوله د هند او چین ترمنځ پوله ده، دا هم د شلمې پیړۍ پيداوار دی چې تقریباً د درې زره څلور سوه او اته اتیا کلومیتره اوږدوالی سره د نړۍ د ناامنه پولو څخه ګڼل کیږي.

شپږمه اوږده پوله د چین او روسیې ترمنځ واقع ده چې درې زره شپږ سوه او پنځه څلویښت کلومتیره اوږدوالی لري.

پنځمه اوږده پوله د هند او بنګله دیش ترمنځ ده چې څلور زره او شپږ نوي کلومیتره اوږوالی لري چې د شلمي پيړۍ ورکړه او یوه له ستونزمنو او ناامنه پولو څخه ګڼل کیږي.

څلورمه اوږده پوله بیا د چین او منګولیا ترمنځ واقع ده چې څلور زره شپږ سوه اوه اویا کلومیتره اوږوالی لري.

دریمه اوږده پوله د ارجنټینا او چلي ترمنځ ده، دا هم د نولسمې پيړۍ ورکړه ده چې نږدې پنځه زره او درې سوه کلومیتره اوږدوالی لری.

دویمه اوږده پوله بیا د قازقستان او روسیې ترمنځ ده چې شپږ زره، اته سوه او شپږڅلویښت کلومیتره اوږدوالی لري، دا کرښه په شلمه پیړۍ کې راښکل شوې ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ازاد تجارت معاهده هم لري.

د نړۍ په کچه بیا لومړۍ اوږده پوله د کانډا او امریکا ترمنځ ده چې اته زره، اته سوه او درې نوي کلومیتره کلومیتره اوږوالی لري.

د نورو ډیرو مطالبو ترڅنګ لیکوال په ازادۍ، د ازادۍ په روانه ډرامه او د استشراق په تاریخي شالید او په ټوله کې د نړۍ پر مشرقي برخه د غربي نړۍ د پوهانو په څیړنیزو، پيلو او نیمګړتیاو باندې غږیدلی او د کتاب په پای کې لیکوال په نړۍ د کې د شر د اختیتام په دروغژنو نعرو تم کیږي چې ولې سره د دومره سوله ایزو نعرو تراوسه د جنګ تنور تود دی؟

 

دا کتاب د ځوانانو د تعلیمي یون په باب پر زړه پورې خاطرو ډک دی چې په پښتني ادب او سیاست کې یوه ګټوره اضافه بللی کیږي. د ښاغلي ارمان د لیکوالۍ هنر ډیر عالي دی، د جملو تسلسل او جوړښت یې خورا ساده او روان دی. بل دا چې ډیر لوئ مطالب په ډیرو ساده او خوږو تورو کې رانغاړي چې لوستونکی تر اخیره د ځآن سره ساتي. د دې کتاب د لوستو پر مهال فکر کوئ تاسو خپله ارمان یاست او خپلو ارمانونو ته د راسیدو په تکل پر نړۍ راګرځئ. زه یې د  ادب او سیاست برخې محصلینو ترڅنګ د ازادې مطالعې مینوالو ته د لوستو سپارښتنه کوم.

نوټ: د همدې کتاب ویډیويي لنډيز د کتاب لوستونکو په یوټیوب چینل باندې لیدلی او اوریدلی شئ.

Www.Yoututbe.com/@Book_Readers

 


Comments

Share with your friends:

reply