کتاب: مُفسد ناول
لیکوال: ایمل پسرلی
لنډیز: فضل ولي ولي
مُفسد
یو چېرته مې لوستي و چې؛ د درې،
څلورو علمي کتابونو تر لوستو وروسته د یو ښه ناول لوستل خورا ډیر اړین دي. دا په
دې مانا چې د تیرو لوستو کتابونو بار مو له مغزو کوز کړي او نورې مطالعې ته مو
چمتو کړي. مشهور روسي الاصله امریکايي
فلیسوف، لیکوال، نقاد او د MIT پوهنتون پروفیسور نوام چامسکي وايي؛ ناول لوستل
مونږ ته د انسان د ژوند او شخصیت په اړه تر ساینسي څیړنو ډير څه را زده کوي.
د ناول لوستلو په اړه یو بله په زړه
پورې خبره دا کیږي چې؛ د ناول لوستل او فلم لیدل، ژوند زده کول دي؛ د نورو ګټو
ترڅنګ د کلیمو اوډلو او جملو جوړولو توان درکوي.
همدا شان پیاوړی لیکلوال او ژباړن
جبار فراز وایي؛ هغه خلک چې پر ناولونو د پوچو کیسو خیال کوي او لوستل یې د وخت
ضایع بولي. اصلن یې عالي او د لوړې کچې داستانونه نه دي لوستي. د مخکښو نړیوالو
لیکوالو ناولونه د یوه مکمل انساني ژوند خورا برجسته انځورونه دي. چې له خوښيو او
شخړو واخله بیا تر غلچکو نظرونو، پټو څارنو، خاموشه هیلو، نیمګړو ارمانونو لویو
اهدافو او ژورو اروايي کشمکشونو پورې هر څه پکې رانغاړي. سویډنیان یو متل کوي چې؛
مشکل په یخنۍ کې نه، بلکې د جامو په انتخاب کې دی، اوس هم مشکل په ناولونو کې نه،
بلکې زمونږ د ذوق په کچ و میچ کې دی.
ناولونه او لنډې کیسې اکثراً تخیلي
بڼه لري، او ډیر کم یې بیا د واقعي پيښو څرګندونکي وي. داسې چې د یو چا د ژوند
کیسه یې کټ مټ را اخیستې او د کتاب بڼه یې ورکړې وي. د ناول مطالعه کول، ځانته یو
خوند او کیف لري. ته به وایې، چې دا هر څه زه په خپلو سترګو وینم یا د به داسې فکر
کوې، چې دا یو فلم دی چې ننداره کوم یې. بعضې ناولونه په داسې انداز پاې ته رسیږي
چې د ژړا کنټرول د انسان له قبضې وځي او ځینې بیا په داسې انداز پاې ته رسیږي چې د
خوشالۍ څپې په ټول وجود درشیندي.
که مو وپوښتم چې (مُفسد ناول) مو
لوستی؟ ستاسو ځواب به څه وي؟ هو یا نه
نن په دې ویډیو کلیپ کې درته په
همدې ناول غږیږم؛ مُفسد د پیاوړي لیکوال، ژباړن او ژورنالیست ایمل پسرلي نوي اثر
دی چې په دوه زره او یوویشتم کال کې اکسوس کتاب پلورنځي چاپ کړی. د ښاغلي پسرلي د
نورو اثرو په شان مُفسد هم د ناول لوستونکو او په ټوله کې د کتاب مینه والو د خورا
تود هرکلي سره مخ شو.
دغه ناول چې د ډیالاګ په بڼه په 239
صفحو کې لیکل شوی یو جنایي داستان دی چې 37 بیلا بیلې برخې لري. لیکوال یې په یو
وخت څو کرکټرې داسې لوبوي چې د پيښو زمان او مکان، د مکالمو ادلون او بدلون یې
خورا په زړه پورې دی، تلوسه پکې تر پايه ژوندۍ وي او لوستونکی د ځان سره ساتي،
پياوړي پيغامونه يې د کيسې په منځ کې ډير په خوند ځای په ځای کړي، او د افغانستان
اوسنی وضعيت يې پکې داسې دقيق انځور کړی چې ښايي نيمه پيړۍ وروسته خلکو ته د اوسني
زمان انځور ډير روښانه وړاندې کړي.
ناول د يو سپيڅلي مامور د مفسدو
خلکو لخوا د فساد په خبيثه کړۍ کې د راګيرولو او بيا له هغه څخه د شخصي موخو دپاره
د کار اخیستلو په محور را څرخي چې د اوسنیو حالاتو ترجماني یې ګڼلی شو.
د مُفسد ناول شروع جالبه ده او همدا
د شروع جالب والی یې زما پر شان ناول لوستونکی اړ کوي چې تر پایه یې ولولي. د مفسد
ناول مهم کرکټر صادق لوبوي چې د جنایي پېښو څېړونکی او امر دی. دا چې مخکې څه
پېښیږي او صادق څنګه مُفسد بلل کېږي خورا دردونکې ده. په ټوله کې د ناول کېسه د
نااهله، قاچاقبرو چارواکو او د هغوئ په ډلو ټپلو، همدارنګه د څه راکړه څه واخله او
په مجللو دفترونو کې د منحوسه څېرو په ناسته او د دوئ د شخصي ګټو په پاللو راڅرخي
خو قرباني یې غریب او بېواسطې کارمندان او ښځینه وي. کیدی شي ډېری ملګري و وایي چې
دا خو ناول دی او یوه خیالي کېسه یې په تورو بدله کړې ده خو دا باید ومنو چې مُفسد
ناول د هغه کمو ناولونو په کتار کې راځي چې زمونږ ستاسو د ټولنې او په ټوله کې د
دې وطن یو روښانه تصویر وړاندې کوي.
په دې ناول کې د درې تنه ښځینو
کرکټر بیخي جالب، عالي خو د تشویش وړ دی او مونږ تاسو یې په خپله ټولنه کې عملي
ګورو. له یوې سره په کور کې خبرې نه کیږي له خولې اور بادوي وجه یې دا ده چې هغې
ته رېښتیا نه ویل کیږي او نورې دوه یې بیا د خواله رسنیو په کارولو د کورنۍ لخوا
رټل کېږي او ډېری وخت ورته نه پاملرنه د دوئ د بې لارې کیدو وجه ګرځي.
د ناول دا برخه چې د زینب په نوم
یوه نجلۍ څنګه له کوره تېښته کوي یا څنګه تښتول کیږي یوه ګونګه معما ده او په
تېښته کې یې د لوړپوړو چارواکو لاس درلودل د دې څرګندونه کوي چې ډير کله د انسان تښتوونې
په قضیو کې لوړپوړي چارواکي لاس لري. خو د دغه نجلۍ تېښته یې د پلار چې پخوا والي
و پسې سناتور او بیا وزیر کیږي د یو سرخوږي جوړل او په یو نه یو شکل یې د وزیر
کیدو، د مخنیوي هڅه بلل کیږي.
خو چا چې د نجلۍ د تیښتې پلان ترسیم
کړی هغه د کورنیو چارو د وزارت معین او د هغه ډله ټپله ده چې د وخت په تېریدو یې د
یاد وزارت د تحقیقاتو او جنایي پېښو امر افشاء کوي. د یاد معینت اړوند یو عادي
کارمند چې په دې ناول کې مفسد بلل کیږي په یو موبایل او موټر چې د دفتر لخوا ورکول
شوی پر دې بهانه نیول کیږي چې ولې یې موبایل او موټر په وخت نه دي تسلیم کړي،
محکمې ته ور پېژندل کیږي او ممنوع الحروج اعلانیږي اما چا چې د یوې تورې سرې د
تښتول کیدو پلان جوړ کړی او عملي کړی سپین سپیڅلی ګرځي.
تر یو وخته د زینب د تښتې موضوع پټه
ساتل کیږي خو کله چې د نجلۍ کورنۍ هغه کس وژني او زینب خپلې کورنۍ سره یوځای کیږي
او پلار د وزارت چوکۍ خپلوې له هغې وروسته زینب ته اجازه ورکول کیږي چې خواله
رسنیو کې په خپل نوم فعالیت وکړي او هممهاله ټلویزوني مرکو ته لاړه شي.
ناول ټول خوندور دی خو د نجلۍ پلار
او مخالفین یې د نجلۍ نه سیاسي استفاده کوي. پلار یې د وزارت چوکۍ ترلاسه کوي او
مخالفین یې د تورو تمبو شاته اچول کیږي خو په پاې کې هغه کارمند چې یاده موضوع
څیړي مُفسد بلل کیږي. په
سیاست کې وفا نشته، په مفسدو خلکو کې رښتیا نشته. خو زه ولې او څرنګه مفسد وبلل
شوم. شاید یوازینی بلل شوی مفسد یم چې فساد مې نه دی کړی، یا شاید زه غلط یم،
قضاوت یې پر تاسو چې زه مفسد یم که د سکرو په کان ورپېښ شوم له ټولو سره زه هم ککړ
شوم. هسې دوړه وه که پوره سکاره و چې خیرن یې کړم؟ دلته هغه ټوله کیسه کوم چې څرنګه
تر لویې څارنوالۍ راغلم.“
مفسد د هغو خلکو کيسه کوي چې په
ښکلو مخونو يې ډېر خلک تېر ايستل شوي دي، او همدا ډله خلک د غريبو او ريښتينو خلکو
له صداقت او ايماندارۍ ګټه اخلي او د يوې الې په توګه یې کاروي.
په اخیر کې تاسو ټولو ښاغلو او اغلو
ته د دې ناول لوستو بلنه درکو؛ ډاډه یم چې ډير څه به ترې زده کړئ.
نو ښه مطالعه ولرئ.
مننه
ویډیویي لنډيز د پاره یې لاندې لینک
کښکاږئ!
Comments
Share with your friends: