Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-10-06 20:59:57 by Sikaraam Oraganization

افغانستان: کلتوري او سیاسي تاریخ 


د توماس بارفیلډ "افغانستان: یو کلتوري او سیاسي تاریخ" په نوم کتاب کې لوستونکو ته د افغانستان پیچلي تاریخ ته یوه هر اړخیزه بڼه وړاندې کوي. دا انتروپولوژیست د خپلې ژورې پوهې په مټ ،  هغه کلتوري، ټولنیز او سیاسي اړخونه سپړي چې دې ملت ته یې شکل ورکړی دی.


کتاب د لومړنیو امپراتوریو په کېسو پیل کېږي. یوه د پام وړ دوره چې تر بحث لاندې نیول شوې د دراني امپراتورۍ وخت دی چې د افغانستان د هویت په جوړولو کې یې مهم رول لوبولی دی. له همدغو لرغونو زمانو څخه دا داستان مخ په وړاندې ځي، چې د انګرېزانو او روسانو په څېر د بهرنيو يرغلګرو پر وړاندې د خلکو جمعي مقاومت ته اشاره کوي.


د افغانستان کلتوري جوړښت د قومي جوړښتونو تر اغیز لاندې دی. بارفیلډ په دې قبیلوي ډینامیزم  رڼا اچوي ،او  ټینګار کوي چې دا قومي ډینامیزم  څنګه په حکومتدارۍ، ټولنیزو تعاملاتو، او حتی د شخړو په حل کې رول لري. لیکوال همدارنګه د کتاب په اوږدو کې د افغاني غیرت یادونه هم کوي او غواړی وښیې چې افغاني غیرت د افغانانو د نړۍ لید یوه مهمه برخه ده.


په سیاسي ډګر کې په افغانستان کې د حکومتدارۍ ننګونې تل  پراخې وې. قومي تنوع او طبعي جوړشت همیشه د مرکزي حکومت او واحد کنترړل لپاره یو سر خوږی وو.  بارفیلډ دې پیچلتیا ته اشاره کوي او دا چې ولې همیشه د مرکزي حکومت او محلي زور واکانو  تر منځ شخړې او ناندرۍ موجودې وې. 


بهرنۍ مداخلې د افغانستان په تاریخ کې ځانګړی ځای لري. بیرفیلډ په دې اړه یو نوی لید لوری وړاندې کوي. دا چې څنګه بهرنيو قدرتونو لکه څنګه چې په نولسمه پیړۍ کې انګریزانو، په شلمه پیړۍ کې شورويانو او په 21 پیړۍ کې امریکایانو د افغانستان په سیاسي او کلتوري اتموسفیر او د حکومت داري اغیزه کړې ده. هرې مداخلې یو تلپاتې اغیزه او ټپ پریښی دی. او ننی پیچلی او بې ثباته افغانستان د همدې مداخلو محصول دی.


د کتاب وروستۍ برخه معاصر افغانستان ته ځانګړې شوې، په ځانګړې توګه هغه ننګونې چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا له برید وروسته هیواد ورسره مخ شوی دی. دلته، بارفیلډ په داسې یو هیواد کې د ملت جوړونې په ستونزو بحث کوي چې څو اړخیزه هویت او پیچلی ساختار لري.


په پایله کې ویلی شو چې د بارفیلډ اثر "افغانستان: کلتوري او سیاسي تاریخ" د افغانستان د سیاسي وضعیت د شناخت یو معتبر او بې طرفه ماخذ دی چې لوستونکو ته د هیواد د تیر وخت، د هغه د اوسني پیچلتیاو او د هغه د مبهمې راتلونکي او ننګونو په اړه یو غیر معمولي تصویر وړاندې کوي. که افغانستان د تاریخ په باب له کلیشه یې روایتونو ستړی شوي یاست او غواړئ چې خپله پوهه مو غني کړئ ددې کتاب لوستل مه هیروئ.


Comments

Share with your friends:

reply