Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-10-02 08:19:12 by Shabnam Khan

مفسد:


مفسد د تکړه داستان لیکونکي ایمل پسرلي ناول دی چې په 1399 کال کې اکسوس خپور کړی دی.

ښاغلی ایمل پسرلی لنډې کیسې لیکي او دا یې شاید لومړنی ناول وي.

که رښتیا ووایم زه د څو په شمېر لیکوالانو بغیر، د پښتو ناولونو لوستلو ته زړه نه ښه کوم.

زموږ په اکثره ناولونو کې نوښت نشته، له کلیشه اي موضوعاتو، پېښو، صحنو څخه مالامال دي. چې لولې یې، نو داسې احساسوې چې دا شی دې یو بل ځای هم لوستي وو.

زموږ اکثره ځوانان چې غواړي لیکوالي پیل کړي، شروع یې له داستاني ادب او په ځانګړې ډول له ناوله کوي.

دوی بې تجربې وي، مطالعه نه لري، په کلیشه اي موضوعاتو شخوند وهي. دوی د اثر په کیفیت پسې نه ګرځي، دا چې په کتاب پلورنځیو کې یې په خپل چاپ شوي اثر سترګې لګېږي، همدا ورته بسنه کوي او داسې انګېري چې ګواکې هدف ته رسېدلي دي...

د نوښت په برخه کې مو یوازې د ځوانانو نه، بلکې د لویو لیکوالانو هم ملا ماته ده.

د ایمل پسرلي مفسد ناول، د کلیشه اي ناولونو برعکس له نوښتونو مالامال ناول دی. ژبه یې ساده، روانه او خوږه ده.

دا چې ایمل پسرلی ډېری وخت لنډې کیسې لیکي، نو په لنډه کیسه کې اضافي خبرو ته ډېره اړتیا نه وي.

ایمل د لنډې کیسو په څېر په دې ناول کې هم له اضافي، بېځایه خبرو او اطناب څخه ډډه کړې ده.

لنډې جملې یې د مفهوم په رسولو کې ډېره مرسته کوي.

هغه د غضنفر صاحب خبره کلمې یې د پيسو غوندې په احتیاط لګولې دي.

زموږ ډېری ناولونه د حجم له لحاظه کوچني (ناولټي) دي.

ممکن د بهرنیو لیکوالانو ځینې لنډې کیسې همدومره وي، خو د ایمل ناول د حجم له اړخه هم یو څه غوښن دی. ناول تقریبا دوه سوه څلوېښت صفحې دی.

د دې ناول د تلوسې په اړه به دومره ووایم چې لومړۍ دوه، درې صفحې یې تاسې ولولئ، نور کتاب خپله ځان درباندې لولي...

د ایمل یوه ښه ځانګړنه داده چې د لوستونکي د اندېښمن کېدو او په انتظارېدو لپاره مصنوعي تلوسه نه راوړي.

داستان په ډېر عادي شکل په مخ روان وي، خو په مکالمې کې یوه داسې خبره رامنځ ته شي چې د پېښې په اړه دې ټول فکر بدل کړي، نورې پوښتنې په ذهن کې در وګرځوي او  همداسې تر پایه د داستان د نتیجې په اړه بېلابېل فکرونه ذهن ته درځي.

یوه بله ځانګړنه چې ما د پښتنو داستان لیکونکو په اثارو کې ډېره تر سترګو نه شوه دا ده چې: ایمل پسرلی یوازې د کرکټرونو مکالمې نه لیکي، بلکې د فکر کولو لپاره لوستونکي ته نورې خبرې هم لري.

مثلآ یو ځای لیکي: "ټول ژوند نامرده دی، هېڅ شی پکې تلپاتې او بشپړ نه دي. بختور هغه دی چې له شېبو یې خوند واخلي."

یو بل ځای لیکي:

"خلک د خبرې اثبات نه غواړي، هره ګنګوسه کافي ده چې د یو چا په اړه خلکو ته د قضاوت موقع ورکړي."

همداسې لسګونه جملې...

مفسد د پیغامونو په لحاظ شتمن اثر دی، ډېرې نوې او د کار خبرې لري.


مفسد ناول د پولیسو د یوه ټيټ رتبه افسر چې د جنایي تحقیقاتو امر دی، په کاري ژوند راڅرخي...

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ورته ظاهراً د یوې جنایي پېښې د تحقیق ماموریت ورکوي، خو هدف یې ترې د خپل سیاسي سیال راپرځول وي.

ناول مو په دې پوهوي چې سیاستوال د خپلو شخصي ګټو لپاره نور خلک څنګه کاروي.

د سیاستوالو دوستي او دښمني څنګه تر شخصي ګټو راڅرخي او همدارنګه څنګه په فاسده ټولنه کې یو سپېڅلی کس مفسد کېږي.

د جنایي تحقیاتو دا امر یو پاک او سپېڅلی کس وي، تل یې په اېماندارۍ وظیفه سرته رسولې وي، خو ماحول یې اړ باسي چې یا د نورو فساد پټ کړي او یا د فساد د ماشین د یوې پرزې په توګه کار وکړي.

دا ناول تر ډېره د افغانستان د جمهوریت د وخت پېښې په لمن کې رانغاړي. ناول کې د پارلمان د وکیلانو او وزیرانو د چور او تالان کیسې دي. چې څنګه یو بېسواده او نا اهله د پیسو او واسطې په زور لوړو موقفونو ته رسېږي.

او همدا سیاستوال بیا څرنګه هر څه تر شخصي ګټو قربانوي...

همدارنګه په دې ناول کې د رسنیو د فساد او په عامه افکارو د هغوی په اغېزې خبرې شوې دي، چې ځینې ژورنالستان او رسنۍ څه ډول ځینې څېرې بدې او خاینې معرفي کوي او له ځینو نه سپین چرګان جوړوي...


ناول له هره اړخه عالي او په زړه پورې دی، ویې لولئ، باور لرم چې د یوه ښه ناول تنده به مو پرې ماته شي.!


#منصور_لېوال


Comments

Share with your friends:

reply