Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-09-27 12:53:06 by Shabnam Khan

کتاب: ارمانښار

لیکوال: اجمل ښکلی 


هر پېښه او فکر چې رامنځته کېږي؛ تر شا یې سل نور ټولنیز تمایلات، ناخوالې، تجربې او داسې سل نورې خبرې وي... 

فلسفي افکارو په لومړي ځل انسان ته مطلق دا فکر ورکړ، چې مطلق فکر نشته، بلکې تر شا یې سل نور محرکات وي. 


تېر کال مې د استاد اجمل ښکلي یو اثر د ”بېواکه صورتونه“ تر عنوان لاندې ولوست. 

استاد تل پر ناوړه دودونو، زاړه فرهنګونو او داسې سل نورو ټولنیزو ناخوالو باندې لیکنې کړې دي، او همدې ناخوالو ته یې د ټولنیزو علمومو په رڼا کې حللارې موندلې دي. 


رابه شو او د کتاب په محتوا او عنوانونو به لږ تم شو. 


”ارمانښار“ د ټولنیزو لیکنو خوندوره ټولګه ده، چې ژبه یې تر ډېره فلسفي او محتوا یې پر ”مثبت ذهني تحول“ راڅرخي.

استاد وایي: "زموږ ټولنه چې د لوست له نعمته برخمنه نه ده؛ تحول ته په ښه سترګه نه ګوري." او اقبال وایي: "ژوند کې ثبات نشته. که ثابت دی؛ نو یواځې تحول ثابت دی."

زموږ د ټولنې عموم ستونزه دا ده چې زده کړې یې تر ډېره سطحي او میخانیکي دي، په داسې حال کې چې تر سلو ورقو میخانیکي لوست، یوه پاڼه په تفکر او تدبر لوستنه، تر سلو هغو بهتره ده. 

انسان چې خدای ج له نورو انسانانو جدا کړی دی یوه ځانګړنه یې همدا ده چې تفکر او تعقل یې ورکړی دی.

استاد وایي چې زموږ روڼ اندي ځان له ټولنې بېل ګڼي او د ټولنې له افرادو کرکه کوي، په داسې حال کې چې د تحول راوستو لپاره پکار ده چې ځان له ټولنې سره یو ډول ځان عیار شي او هر وګړي ته قناعت ورکړل شي چې بې تعلیمي دا تاوان لري او زده کړې ترې غوره دي.

استاد بل ځای د ازادۍ اړوند وایي چې باید د خپلې بېخرته ازادۍ په وسیله د نورو ازادي باید پایمال نه شي، او د ازادۍ اړوند تعریف همدا دی، "چې له تاریخ سره د یوه فرد یا د یوې ټولنې منطقي تړاو ته ازادي وایي." 


کتاب په ځینو فطري اړیکو او انساناني خصوصیاتو لکه مینه، ښایست، تسکین، حسن پرستي او داسې نورو هم خوندورې لیکنې لري.


کتاب کې هر ټولنیز ناورین ته د ادب، فسلفې، ارواپوهنې او داسې نورو ټولنیزو علومو په رڼا کې نغوته شوې ده، او ښه ځانګړنه یې دا ده چې هرې ټولنیزې ناخوالې ته معقوله لار موندل شوې.


ویې لولئ او خوند ترې واخلئ!

ښه مطالعه ولرﺉ.


Comments

Share with your friends:

reply