Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-09-25 04:51:43 by Shabnam Khan

« سل کاله یوازېتوب»


«سل کاله یوازیتوب» د کلمبیایي لیکوال ګابرېل ګارسیا مارکز  شهکار ناول دی، چې کال ۱۹۸۲ م کې یې د نوبل جایزه هم خپله کړې ده. 

دا کتاب پهٔ ټوله کې د «یوازېتوب» او «زړه تنګون» پهٔ هکله دی. مارکز پهٔ دې اثر کې، پهٔ ډیر هنرمندانه انداز د «یوازېتوب» او «زړه تنګون» تل او منځ څخه داسې صحنې انځور کړي، چې لوستونکی یې د مطالعې پر محال، یوازېتوب پهٔ پوره مانا څکي، زړه یې بېدرېغه تنګیږي او له هر«بوئیندیایي» سره  له تکرار او یکنواختۍ کړیږي. دا د«بوئیندیاکورنۍ» د شپږو نسلونو کیسه ده، چې سلو کالونو کې انځور شوې ده. فالبیني، جادوګري، کوډې او پر شپږم حس له حده زیات باور  ددې کتاب ستره برخه جوړوي.


مارکز مو دې ناول کې خپلې خیالي نړۍ « ماکونډو کلي» ته پهٔ سفر بیایي. دغه کلی، چې د خوزه ارکادیو بوئیندیا او اورسولا پهٔ سفر پهٔ «لامکان» کې جوړيږي، پهٔ پیل کې د امن او سوکالۍ ځای وي. خو کله چې کلي ته کلیسا او نظام داخل شي، کلی ګډوډ شي او اوسېدونکي جنګ کولو ته اړ شي. دا جنګ د محافظه کارو او آزادي غوښتونکو تر منځ خپل‌منځي جنګ وي، چې د ماکونډو په اوسېدونکو وروتپل شي. جنګ ډیر اوږد شي او ختمول یې اوسېدونکو ته ګران شي.  

ډګروال اولیانو بوئیندیا د ژوند په وروستیو کې، هغه محال چې نور له جنګه ستړی شي، وایي: «د جنګ پای  ته رسول د هغهٔ تر پیلولو هم ګران کار دی.» 

امارانتا چې د سړیو د جنګونو او د هغو له جنګه د پښېمانېدلو له نندارې ستړې شی، وایي: « سړي څومره عجیبه دي، ټول عمر د کاهنانو پهٔ مقابل کې وجنګېږي او پهٔ پای کې نورو ته دیني کتابونه ډالۍ کړي. »


پدې اثر کې «خیال» او « واقعیت» سره غاړه غړۍ دي، چې له هغه سره دجادویي ريالیزم «magic realisme» ادبي- فلسفي مکتب هم رامنځته شوی او ګواکې، په دې ناول سره، د ناول ژانر هم له مرګه ژغورل شوی. 

دا د مینې، جنګ، سیاست او مذهب یوه رنګینه ټولګه ده؛ مارکز کله داسې خیالاتو ته زور کړي؛ چې څلور کاله پرله پسې باران و اوروي،  او یا د باران پر ځای له آسمانه ګلان را و اوروي او لارې پرې بندې کړي.

 او کله بیا د واقعیت تل ته ښکته شي او د خپلې ټولنې سیاسي ناخوالې بیان کړي؛ چې پهٔ جنوبي امریکې کې د شمالي امریکې د بې عدالتیو نکل یې یوه ښه بېلګه ده. 


څرنګه چې مارکز دې کتاب کې د خیال حد کړی دی، بده به نهٔ وي چې څو همداسې خیالي پیښې یې د مثال پهٔ توګه راواخلو:


- مړي ژوندیو ته ځانونه څرګندوي او له هغوي سره داسې خبرې، اترې کوي لکه د هغوی د حال ژوند یوه برخه چې وي.

- مړ ملکیادس، هغه بوډا سړی چې د ماکونډو راز یې په مکتوبونو کې له خلکو پټ کړی وي، دویم خوزه آرکادیو ته پخوانۍ کیسې کوي. 

- د  اورلیانو ۱۷ زامن ټول د نامالومو کسانو لخوا په تندي کې د صلیبي نښان تر منځ پر مرمۍ  ویشتل کیږي.

ـ ښکلۍ رېمېدیوس آسمان ته د نور پهٔ وزرو خیژي او بیا هیڅ‌کله نهٔ راستنیږي. 

او داسې نور...


یادونه:

ددې بې‌جوړې رومان لوستلو لپاره خپلې دودیزې عینکې له سترګو او حواسو لېرې کړئ؛ ځکه دلته تاسو داسې څه لولئ او مومئ، چې ښايي له ځنو ذهني باورونو او انګېرنې سره، خوا ونه لګوي!


هوسۍ وفا فرحان


Comments

Share with your friends:

reply