Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-09-24 10:28:24 by Shabnam Khan

د ناپلیون داستان 

معرفي کوونکی عبدالرحمن همت 


د هر مطالعه‌لرونکي کس نه مو شايد په ځلونو دا توصیه آوريدلې وي، چې د لويو انسانانو ژوندليکونه ولولئ، د دوی د خبرې په تأييد به زه دغه يوه بله توصیه ورسره زياته کړم، چې د ژوندليک له مطالعه وروسته مو که وکولی شول د همغه کس اړوند په يوټيوب کې پلټنه وکړئ او په اړه يې يو مستند هم وګورئ. له دې سره به مو کړې مطالعه په ذهن کې ښه کيني او ښايي د ژوند ځينې اړخونه يې په ويډيويي بڼه وه‌وينئ. 

ما دا څو ورځې «د ناپليون داستان» لوست، جالب او ګټور کتاب دی، يوه لږه اندازه ټايپي ستونزې لري او د کتاب په لومړي فصل کې تقريبن ۲۰ پاڼې تکراري چاپ شوې دي. 

ناپليون د اروپا او ټولې نړۍ په تاريخ کې يو پېژندل شوی کس دی، ځينو کسانو د جنګ پلار لقب ورکړی دی، خو ځينو بيا يو لوی قاتل او انسان‌وژونکی بللی دی. ده په ډېرو کمو امکاناتو او لږ شمېر پوځيانو په اروپا حکومت کړی دی.

په دغه کتاب کې د نوموړي له ژوندليک وروسته، د ده جنګي ستراتيژۍ راغلي دي او هم يې د شخصي ژوند په اړه پوره مالومات لوستلی شئ. 

ناپليون د فرانسې په يوې لرې ټاپو کې په يوه بې‌وزله کورنۍ کې نړۍ ته راځي، بيا ښوونځي ته ليږل کيږي هلته له مُفلسۍ سره لاس‌او‌ګريوان وي، بيا ګوښه‌نيشيني غوره کوي او بلاخره د پوځ ليکو ته ځي، چې په پايله کې ټوله اروپا تر خپل واک او ځواک لاندې راولي. 

ما د کتاب ډېرې برخې نښاني کړې دي، چې د ټولو راوړل يې دلته بې‌ګټې بولم؛ خو دوه شيان د ناپليون په اړه ماته بيخي جالب و. يو؛ د ده هميشنۍ مطالعه: ويل شوي چې ده له مرګ مخکې هم کتاب لوست او د کتابتون په چوکۍ کې ومړ. دويم؛ د ده په ځان باور: په هره ستونزه او پېښېدونکې واقعه کې يې په ځان عجيب باور لاره، چې همدغه د ده د بريا راز بلل شوی دی.


#د‌کتاب‌له‌پاڼو‌۱۶


Comments

Share with your friends:

reply