Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-09-23 08:17:06 by Shabnam Khan

دا کتاب مې تېر کال له کراچۍ ښار نه آنلاین راوغوښت. ټول مې ولوست، خوښ مې شو. انټرنیټ کې مې سرچ کړ، د فارسي او اردو سربېره ډېرو ژبو ته ژباړل شوی وو خو پښتو کې نه وو. بس ما هم مټې راونغاړلې او ژباړه مې شروع کړه.  هغه د کتاب لاندې کتابچه وينئ؟ همدې کې مې نیم وژباړه، بیا مې ټايپ کړ. خو د پوهنتون د درسونو د ډېروالي له کبله مې هومره وخت نشو ورکولای څومره چې پکار وه. ټايپ یې له نیم نه اوښتی. 


پرون مې د اکسوس کتابتون پر پاڼې ولید چې علي الله متوکل پښتو ته ژباړلی او تازه له چاپه راوتلی. خدای شته پرې خوښ شوم. اصل خبره داده چې خپل هدف باید د شخصي ګټې پر ځای ملي ارزښتونو ته واړوو؛ درنې پښتو ته د یوه کتاب څه، د یوې لیکنې او يوې جملې ژباړه هم لا خدمت دی. 


ایکیګای ډېر ښه کتاب دی. محور یې د جاپانیانو د اوږد ژوند راز په راسپړلو څرخي. په جاپان کې په تېره بیا د اوکيناوا په ټاپو کې د نړۍ تر ټولو زیات عمر خلک اوسي، ډېر یې له سلو کلونو اوښتي. ددوی د اوږد عمر راز ددوی ایکیګای دی، ددوی د ژوند هدف دی. ورسره ددوی غذایي رژیم او ټولنیزې اړیکې هم ددوی اوږد ژوند ته یو رنګین اړخ ورکړی دی. 


د جاپانیانو په وینا هر څوک په خپل ژوند کې یو ایکیګای لري. ځینو خپل ایکیګای موندلی او ځیني لا هم پسې لټون کوي‌. همدا ایکیګای دی چې یو څوک ورته سهار له خوبه راپاڅي. همدا هغه څه دي چې انسان ته دده د ژوند معنا ورښيي. 


د ایکیګای او لوګوتراپي په اړه مې همدا تېر ژمی په ادبي چینه کوټه کې هم لېکچر ورکړی وو. فکر کوم راپور یې په همدې پاڼه کې وي، تاسو یې لوستلی شئ. 


په هر حال، کتاب د لوستلو کتاب دی. کولای شئ په کابل کې یې له اکسوس نه تر لاسه کړئ او ولایتونو کې هم پیدا کیږي، له اکسوس سره په اړیکه کې شئ. 


په پای کې ټولو هغو کسانو ته چې خپلې مورنۍ ژبې ته څه کار کوي، دوه لاسي سلام او د قلم تاند اوسېدل یې تل پاتې اوسه 


مینه او درنښت 

عرفان الهي 

.


Comments

Share with your friends:

reply